اطلاعات روز: د بلخ ولايت له مرکز مزار شريف ښار څخه سرچينې وايي، چې په «تبيان» فرهنګي مرکز کې د خبريالانو د غونډې پر مهال چاودنه شوې ده.
د سرچينو په وينا، ټاکل شوې وه چې نن (شنبه، ۲۰ د کب) په دې مرکز کې د خبريالانو ستاينغونډه جوړه شي.
يوې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې د پېښې په ځای کې درې مړي ليدل شوي خو، د مړو هويت معلوم نه دی.
د سرچينې په وينا، په دې چاودنه کې تر ۱۰ زيات خبريالان ژوبل شوي دي. د ځينو خبريالانو وضعيت نازک ښودل شوی.
سرچينه وايي، چې اوس مهال سيمه د طالبانو امنيتي کسانو کلابنده کړې ده.
تر اوسه د چاودنې څرنګوالی نه دی روښانه شوی.
تر اوسه په بلخ کې د طالبانو سیمهييزو مسوولينو هم څه نه دي ويلي.
دا چاودنه د بلخ ولايت په ودانۍ کې تر ځانمرګي بريد دوې ورځې وروسته کېږي، په دې بريد کې د طالبانو د والي په ګډون دوه نور کسان ووژل شول.
د طالبانو د والي وژلو پړه داعش منلې ده.