بلخ کې د پخواني پوځ يو سرتېری د خپلې کورنۍ د غړو پر وړاندې ووژل شو

اطلاعات روز: په بلخ ولايت کې سرچينې وايي، چې د پخواني پوځ يو سرتېری د دې ولايت په مرکز کې د شپې مهال په خپل کور کې په ډزو وژل شوی دی.

د سرچينو په وينا، د دې نظامي نوم سيد خداداد و او تېره يکشنبه (۲۱ د کب) د مزار شريف ښار د اتمې ناحيې اړونده سيمه «بلخ باستان» کې د خپلې کورنۍ د غړو پر وړاندې په ډزو وژل شوی دی.

اطلاعات روز ورځپاڼې ته يوې سرچينې وويل، چې د پخواني حکومت تر سقوط وروسته سيد خداداد د دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو په کان کې کار کاوه.

دا سرچينه زياتوي چې سيد خداداد له کوم چا يا هم ډلې سره دښمني نه درلوده. د سرچينې په وينا، له دې نظامي طالبانو څو ځله پلټنې هم کړې وې.

له سيد خداداد څخه دوه اولادونه پاتې شوي او اوس دا دواړه ماشومان بې سرپرسته دي.

په بلخ کې د طالبانو ځايي مسوولينو د دې پخواني نظامي د وژل کېدلو په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو د حکومت تر راتګ وروسته، پخواني نظاميان د مرموزو وژنو عمده هدف دي. په داسې ډېری وژنو کې طالبان تورنېږي، خو دا ډله دا تورونه ردوي.