کابل کې د یوه پنجشېري تنکي ځوان پټه مړينه

اطلاعات روز: سرچينې په کابل ښار کې د يوه پنجشېري ځوان د مرموزې مړينې خبر ورکوي. د ده کورنۍ ته يې د مرګ لامل ترافيکي پېښه ښودل شوې، خو سرچينې وايي چې وژل شوی دی.

له پنجشېر ولايت څخه سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وايي، چې د دې ځوان نوم «الياس» و او په پنجشېر کې طالبانو ته د نږدې کس مولوي مسيح الله خوریی و.

د سرچينو په وينا، الياس يو زده کوونکی و او ديني مدرسې ته پر لاره ورک شوی و. د دې تنکي ځوان جسد له ۴۰۰ بستريز روغتون څخه د ده کورنۍ ته سپارل شوی دی. د دې ځوان کورنۍ ته ويل شوي چې دی په ترافيکي پېښه کې مړ شوی دی.

ځينې نورې سرچينې ادعا کوي چې الياس د «مقاومت جبهې» ملاتړی و او طالبانو له همدې وجې وژلی دی.

سرچينې زياتوي چې د دې تنکي ځوان ماما مولوي مسيح الله د طالبانو غړی دی، له همدې وجې يې له کورنۍ غوښتل شوي چې د ده وژنه پټه کړي او وواييؤ چې په ترافيکي پېښه کې مړ شوی دی.

د دې تنکي ځوان د کورنۍ غړي هم وايي، چې دی اووه ورځې وړاندې په ترافيکي پېښه کې مړ شوی.

د الياس د کورنۍ په وينا، دی په دې پېښه کې پر سر لګېدلی و.