لاله د نوم مې چېرې دی، هشټګ کمپاینره

د لاله احتجاج

خبریال: خادم حسین کریمي

ژباړن: بهادرخان رحماني

د ودونو او فاتحو بلن کارتونو کې ناوې او هغه ښځه چې مړه شوې وي، د کورنۍ د یو نارینه غړي او ډیری وخت د پلار او زوی د لور، مېرمنې، مور او پېغلې په نوم نومول کیږي. د نوم لرلو او خپلواکه هویت دا محرومیت، ان د افغانستان په ښارونو او عصري ټولنو کې هم پراخه دود دی.

د ۱۳۷۱ل کال سپرلي کې، افغانان وتوانېدل چې د سره پوځ له لوري د هېواد ښکېلاک پر وړاندي ملي مقاومت او بیا د افغانستان دیموکراتیک جمهوریت په نوم د دې هېواد تر ملاتړ لاندې رژیم نسکور کړي او د ښکېلاک د پای جشن ونیسي. که څه هم د دې بریا خوند څو میاشتې هم پاتې نه شو او په پلازمېنه کې د مجاهدینو ډلو ترمنځ په خونړیو جګړو سره د تاوتریخوالي، کورنیو جګړو او سم دلاسه بې ثباتۍ پیل شوې.

کابل ته د مجاهدینو له را تګ دوه اوونۍ وروسته د ثور په ۲۴مه، ګل اندام او خاوند یې حاجي عبدالله، په هرات کې هلته چې د کمونیستي رژیم پر وړاندې لومړی پاڅون پیل شو، دوی په دوه برابره خوښۍ کې ننوتي ول. د دې جوړې خوښي سیاسي پېښو سره کومه اړیکه نه درلوده. ګل اندام، له هغې وروسته چې څو ماشومان یې مړه نړۍ ته راوړي ول یا له زېږون وروسته سم دلاسه مړه شوي ول، یوه روغه او په تن جوړه لور نړۍ ته راوړه. هغه او مېړه یې له دې امله چې لسم ماشوم یې ژوندی نړۍ ته راغلی و او له یو ښه روغتیایي حالته برخمن و، شکر ایستونکي او خوښ ول. هغوی، پر لسم او وروستي ماشوم د لاله نوم کېښود.

لاله د کورنۍ د ښه مالي وضعیت له امله، خپل ماشومتوب له محرومیت پرته په ارامه تېر کړ. د یو ښه ژوند سربېره، لاله د خپلې کورنۍ له خوا د زده کړو له نعمته هم برخمنه وه؛ هغه څه چې د افغانستان په دودیزه ټولنه کې انجونو ته دا لوی امتیاز ګڼل کیږي.

لاله، هغه مینه او پاملرنه چې له خپلې کورنۍ یې ترلاسه کوله، هغه وخت چې ۹ کلنه وه، پلار یې چې له دې سره یې ژور عاطفي تړاو درلود، د سرطان ناروغۍ له امله ومړ. لاله چې ماشومه وه، له مرګ نه پوهېده. هغه نه پوهېده چې ولې یې پلار کور کې نشته. هغې به هر کله او تل له خپلې مور پوښتل چې پلار یې چیرې دی. «ګل جان» به خپلې لور ته ویل چې پلار یې مړ شوی، خو لاله د مرګ په مانا نه پوهېده. یوه ورځ مور د دې لپاره چې خپلې لور لاله ته وښيي چې مرګ څه دی، هغې ته وایي، مرګ یانې خلک ځي او بیا هېڅکله نه راځي: «زه په مرګ په دې ډول پوه شوم او و مې مونده چې پلار مې نور نه را ګرځي.»

ښایي لاله سره کورنی ملاتړ او د مینې ورکړې لامل وي چې نوموړې له هغه څه سره چې مخالفت لري یا یې نه مني او یا پرې نیوکه کوي: «خپلو یادونو ته چې ورګرځم، د خپل ژوند تر ټولو لېرې ورځې چې په یاد یې را وستی شم، په کور، کوڅې او د ماشومتوب یا ښوونځي د لوبو فضا کې به مې چې څه نه خوښېدل، نو نیوکه به مې کوله. ښایي دغه ځانګړنه او د مخالفت ښودلو جرات، د کورنۍ هغه راکړې مینه او پر ځان باور وي، چې له کورني ملاتړه زیږي. ما به د نابرابرۍ او په ځانګړي توګه د جنسیتي توپیر پر وړاندې نیوکه کوله.»

د ظلم ښار کې د نیوکې لار

له لومړنیو حقونو د ښځو بې برخې والی لاله عثماني ته هغه څه و، چې کله نوموړې د امیر علي شېر نوایي لېسې زده کوونکې وه، دې برخې کې یې خپل فعالیت پیل کړ. لاله په ښوونځي کې د کلتوري او ښځینه زده کوونکو د چارو کمېټې مشري په غاړه درلوده. هغه د خپلو باورونو پر لاره له داسې دیوالونو سره مخ وه، چې فکري تشویشونو یې پر وړاندې د استدلال توان نه درلود. هغه بې برخېتوب چې افغانستان کې پر ښځو عملي کیږي، دا د دیني روایتونو، کلتوري او دودیزو برخو ترکیب دی. افغانستان کې افراطي او ان سیاسي او ټولنیزې ډلې تل د ښځو د حقونو په اړه مذهبي لارښوونې او دلیلونه د استدلال په توګه راولي. د ښځو حقونو په اړه د دې ډلو دفاع او دلیلونه هغه ماخذونه او لارښوونې دي چې دوی یې دیني لارښوونو سره تړي او په دې سره، کولی شي چې مخالف او عصري جریانونه، له دیني لارښوونو سره د مخالفت په وسلې تر فشار لاندې راولي.

هرات ولایت ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي یو له اصلي مرکزونو دی.

د لاله اندېښنو هغه د حقوق او شرعیاتو زده کړو ته یوړه. هغې غوښتل له دې دوو ډګرونو یوه کې په زده کړو سره، د هغو جریانونو پوښتنې، ادعاوې او دلیلونه و ازمویي او په دیني او مدني حقونو ځان سمبال کړي، چې د ښځو د محرومیت او بې برخېتوب په اړه یې لري. په ۱۳۹۰ل کال کې، لاله چې ۱۹ کاله عمر درلود، عمومي کانکور کې له خپل لومړۍ ټاکنې چې د حقوقو پوهنځی و پاتې او دویم هغه ته چې د هرات پوهنتون شرعیاتو پوهنځی و، بریالۍ شوه.

شرعیاتو پوهنځي کې څلور کاله زده کړې، لاله لپاره دغه دینې زده کړې له دیني نصوصو او شریعت پر وړاندې له واقعیت پرته او افراطي او له استادانو سره له چنو وهلو ډکه تجربه وه. لاله وایي، د شرعیاتو پوهنځی په څلور کاله زده کړو کې، هغه دې پایلې ته رسېدلې چې افغانستان کې له دیني لارښوونو دود شوی تفسیر له دې پرته چې دیني اصول او منطق ولري، د ښځو غندنې او سر ټیټونې لپاره د سړیو بهانه او وسیله ده: «د اسلام لومړیو او وروسته لسیزو کې، د هغې ټولنې نوموتو ښځو خپلواکه هویت او په ټولنیزو او سیاسي چارو کې یې پراخه رول درلود. دې ادعاوو ته ډېرې بېلګې شته. خدیجه(رض) ، عایشه(رض) ، فاطمه(رض) ، زینب(رض) او نورې ګڼې ښځې چې ښې لاسته راوړنې لري. له دې ښځو د یوې هویت یې هم د پلار، خاوند یا زوی له نومونو سره تړلی نه و. هغوی په خپلو نومونو پېژندل کېدې. که څه هم ډېر صحابه کرام ول، چې په خپلو میندو پېژندل کېدل. افغانستان کې د نوم او د ښځو د هویت نومونو پټول او د پلار، خاوند یا ورور په نومونو یادول هغه څټک دی، چې د افغانستان په څېر نرواکې ټولنه کې یې، افراطي ډلې او په نرواکۍ باورکوونکي پر ښځو وهي.»

د پوهنتون له فراغت وروسته، لاله د رسمي دندو ترڅنګ، د جنسیتي برابرۍ په اړه ښځو او ځوانانو ته د د پوهاوي برخه کې مدني او ټولنیزو فعالیتونو ته دوام ورکړ. لاله، د یو کال لپاره هرات کې د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې(USAID)  کارکوونکې وه. له هغې وروسته هرات کې د کلتوري ښوونکي په توګه د یوې نړیوالې موسسې کارکوونکې شوه.

ښځو لپاره د مدني حقونو غوښتنه، هغه ښار کې چې د افغانستان بشر حقونو خپلواک کمېسیون او د نورو مسوولو بنسټونو د رسمي شمېرو له مخې، چې د ښځو پر وړاندې محدودیت او تاوتریخوالی تر ټولو زیات دی، دوه برابره ننګونې لري. لاله وایي، هرات کې د ښځو کړاو او محدودیتونه د ناوړه دودونو او افراطي دلیلونو له امله دوه برابره دی او دغه راز ښځې پر واټونو ښکاره زورول کیږي او سپکیږي: «ښار کې د ښځو یو ستر پلورنځي ترڅنګ، یو زرنج [هغه درې ټایره موټرسایکلې چې افغانستان کې د خپل تولیدوونکي شرکت په نوم یادیږي] پارک شوی. یو په عمر ډېر سړی چې پر زرنج یې لاوډسپیکر نښلولی، په ښکاره او له کوم خنډ پرته، هغه ښځې چې دې لوی پلورنځي ته د پیر لپاره راځي، د بد حجابۍ له امله ورته سپکې سپورې وایي. ولې دې چادري یا بورقه له تندي پورته تللې؟ ولې دې پایڅې پورته دي؟ ولې دې سینګار کړی؟ دا جملې، لکه د څټک په څېر پر ښځو را ښکته کیږي.»

هرات کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او افراطي او دودیز محدودیتونه، د هر کال په اورېدو زیاتیږي. یوه اونۍ وړاندې، د دې ولایت د حج و اوقافو ریاست په خپل جوړښت کې د امر بالمعروف و نهی عن المنکر ادارې له زیاتوالي خبر ورکړ. هغه ادره چې د رئیس په وینا یې، د دې ادارې رامنځته کېدو موخه په رسنیو کې د فاحشو او خرابو سریالونو او دغه راز په روغتونونو کې د روغتیاپالو له خوا د ښځو د سونوګرافي مخنیوی دی. هرات ولایت کې د دې ادارې جوړښت، افغانستان کې د اسلامي امارت د حاکمیت یوه ښه بېلګه ده. هغه حاکمیت چې په کې، د طالبان ډلې د « امر بالمعروف و نهی عن المنکر» په نوم ځواکمنې ادارې به په واټونو، کوڅو او ان د افغانانو په کورونو کې له ټولنیزو او دیني نظم څخه اخیستونکي افراطي امرونه پر خلکو چلول او څارل.

لاله وایي، هرات کې د ښځو پر وړاندې د محدودیت ملاتړ کوونکي جریانونه دومره قوي دي، چې سیمه ییزه اداره ور سره له مخامخ کېدو پناه وړي.

«نوم مې چېرې دی؟» پېژندونکی او اغېز لرونکی کمپاین

افغانستان کې، ډېری افغانانو ته د مور، مېرمنې، خور او لور نوم اخیستل ناوړه ښکاري. د افغانستان ډیری وګړو ته د خپلې کورنۍ د ښځینه نومونو برملا کول ننګ او غیرت دی. د افغانستان ښځې مخکې له دې چې په خپلو نومونو یادې شي، د کورنۍ د یو نارینه غړي د مور، مېرمنې، خور او لور په نومونو یادیږي. د ودونو او فاتحو بلن کارتونو کې ناوې او هغه ښځه چې مړه شوې وي، د کورنۍ د یو نارینه غړي او ډیری وخت د پلار او زوی د لور، مېرمنې، مور، والدې یا پیغلې په نوم نومول کیږي. د نوم لرلو او خپلواکه هویت دا محرومیت او بې برخې والی، ان د افغانستان په ښارونو او عصري ټولنو کې هم پراخه دود دی.

د ۱۳۹۶ل کال د چنګاښ په ۱۴مه، لاله په خپلو ټولنیزو پاڼو یوه لیکنه خپره کړه او خپل دې مطلب سره یې #نوم مې چېرې دی؟ ور زیات کړ. لاله په دې یادداښت کې، د خاوند، پلار او زوی په نوم د افغان ښځو په یادولو نیوکه کړې وه. دغه لیکنه، د ښځو د هویت او پېژندې په اړه د لاله د کلونو اندېښنو له امله وه. له دې لیکنې او هشتګ څخه هغه هیله چې لاله ترې درلوده دا وه، چې نږدې ملګري یې پر ټولنیزو رسنیو خپاره کړي.

د لاله د فکر خلاف، له خپلواکه نوم څخه د افغانستان ښځو د محرومیت په اړه د هغې مطلب، له پراخه ښه راغلاست سره مخ شو. د #نوم مې چېرې دی؟ هشټګ او کمپاین، د مدني او ښځو حقونو په اړه د افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې بې ساری و. پر ټولنیزو رسنیو افغان زرګونه کاروونکو، دغه هشټګ لسګونه زره ځلې پر فیسبوک او ټوېټر خپور کړ. سلګونه سیاستوال، سیاسي او ټولنیز فعالان، د بشر او ښځو حقونو فعالان، افغان هنرمندان او لیکوالان او په لسګونه غربي ټولنیز او مدني فعالان له دې کمپاین سره یو ځای شول او د هغې په ملاتړ یې پر ټولنیزو رسنیو خپل اندونه خپاره کړل.

د #نوم مې چېرې دی؟ هشټګ یو ملاتړی پوسټر، چې د ټولنیزو شبکو افغان کاروونکو له خوا کارول شوی دی.

درې کاله وروسته، د لاله عثماني هغه خپور کړی یادداښت، چې د هرات په ښار کې یې له ځاني اندېښنو او له دې پرته چې د دې کمپاین له دومره پراخېدو هیله منده و اوسي، پام وړ لاسته راوړنې ته یې لاسرسی وموند. یوه  میاشت وړاندې، د وږي په ۱۳مه، د افغانستان کابینې د نفوسو احوالو ثبت قانون کې د تعدیل طرحه او په پېژندپاڼو کې د مور نوم ځایول تصویب کړل. د نورو خوځښتونو ټولنیزو او مدني غوښتنو او کمپاینونو ته په کتو، د نفوسو احوالو ثبت او پېژندپاڼو کې د مور نوم ځایول، د دې کمپاین یو بې سارې بریا ده.

لاله وایي، د دې قانون له تصویب او په پېژندپاڼو کې د مور نوم ځایولو وروسته، هغې ته داسې ګواښونه هم شوي، چې ډېر ډاروونکي دي: «ځینو د داسې کندهاۍ انجلۍ انځور را ولېږه، چې د سر پوستکی یې ور پرې کړی و. هغوی را ته وویل، که زه په پېژندپاڼو کې د مور نوم ثبتولو له دې کمپاینه لاس په سر نه شم، دا ډول برخلیک را ته پر لار دی. هغوی را ته وویل، ژر یا وروسته به را پسې راشي. ما چې دغه کمپاین د خلکو له پراخ ملاتړ سره په جدیت روان کړی و، دا مې پتیلې وه، چې د داسې ناسم باور پر وړاندې ودرېدل، قیمت لري. دا ننګونې او خنډونه هغو ته چې په افغانستان کې د تبعیض او محدودیتونو پر وړاندې مبارزه کوي، عادي او طبیعي ده.»

افغانستان کې د ښځو او بشر حقونو برخه کې مدني فعالیتونه او کمپاینونه، په ټوله کې د غربي مدني بنسټونو او موسسو د پام وړ مرکزونه دي. تېرو دوو لسیزو کې، کابل کې مېشت په لسګونو غربي بنسټونو او موسېسو او سفارتونو، ډېرې پېسې پر افغان مدني کمپاینونو او بنسټونو لګولي. تېرو دوو لسیزو کې ډېرو کمو کمپاینونو او مدني بنسټونو په افغانستان کې له مالي ملاتړ او د بنسټونو او موسېسو د ملاتړ خپلولو له هڅو پرته، فعالیتونه کړي.

لاله عثماني ادعا کوي، چې د #نوم مې چېرې دی؟ کمپاین کې بیا د دغو غربي بنسټونو بودجه هېڅ نه ده لګېدلې: «کله چې دغه کمپاین پراخ شو، بېلابېلو بنسټونو او سفارتونو له ما سره اړیکه وکړه او هغوی وویل که په دې کمپاین هر څومره لګښت راځي، تیار دي. خبره دا وه چې دې کمپاین مالي ملاتړ ته څه اړتیا نه لرله. دا د خلکو یو ټولیزه غوښتنه وه، چې په خپله خلکو پر ټولنیزو رسنیو خپراوه او برخه یې په کې اخیسته. موږ هغې غوښتنې ته چې درلوده مو، مالي ملاتړ ته مو اړتیا نه وه او د هغې مستحق نه و، ځکه که پایلې ته رسېدو، هغه به په حقیقت کې د افغان ښځو یو حق ته رسېدو. پېژندپاڼو کې د مور نوم لیکل یو لوی امتیاز و، چې ما، زما ملګرو او د افغانستان ښځو ورته لاسرسی وموند. د دې کمپاین بریا یو اصلي لامل، وګړیزتوب و.»

د نفوسو احوالو ثبت قانون کې تعدیل او پېژندپاڼو کې د مور نوم ځایول، هغه مهال وشو، چې د افغانستان د سولې پروسه روانه شوې او له طالبانو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت خبرې اترې روانې شوې دي. د اسلامي امارت د حاکمیت پنځه کلنه دوره کې د طالبانو کړنو ته په کتو، د ښځو په برخه کې دغه بې مخینې پرمختګ د دې ډلې له لید او تفسیر سره په ټکر کې دی. پر افغانستان د طالبانو د حاکمیت دورې ته په کتو داسې ښکاري چې د دې ډلې لید په ځانګړې ډول د ښځو برخه کې، دومره بدل شوی نه وي. که څه هم په ښکاره، په رسمي دریځونو او له رسنیو سره په خبرو کې د دې ډلې ژبه نرمه شوې، خو د «شریعت چوکاټ کې د ښځو حقوقو» یادونه لږ تر لږه پر افغانستان د دې ډلې د حاکمیت دورې د چلند دوام ورکولو ښودنه کوي.

لاله په دې باور ده، چې د سولې په روانه لړۍ کې، که هره ‎پرېکړه د افغانستان جمهوري نظام او د ښځو حقونو برخه کې زیانمنه کړي، په ماتې محکومه ده. اغلې عثماني وایي، د هغې په اند، جمهوري نظام او د ښځو د تېرو دوو لسیزو له لاسته راوړنو دفاع هغه سرې کرښې دي، چې باید هېڅ په شا تګ ترې و نه شي: «که له سولې موخه یواځې سیاسي هوکړه وي، یوه بېله کیسه ده خو که له سولې موخه، افغانستان سره د طالبانو پخلاینه وي، نه شو کولی چې د افغانستان د نیمایي نفوس حقونه تر پښو لاندې کړو. هغه هوکړه چې په کې د افغانستان د نیمایي نفوس حقونه محدود شي، یواځې به یو سیاسي هوکړه او پر افغان ښځو به د طالبانو د محدودیت پلي کول وي.»

له دې سره چې د افغانستان دولت په بې ساري ډول د #نوم مې چېرې دی؟ کمپاین غوښتنې ته له دریو کالو پلان او تعقیب وروسته مثبت ځواب ورکړ، خو د دولت مثبت ځواب، د دې کمپاین ټولې غوښتنې نه دي پوره کړي. د نفوسو احوالو ثبت قانون تعدیل له مخې په پېژندپاڼو کې د مور نوم لیکل اختیاري دي. نو له دې داسې ښکاري چې ډېر کم افغانان به په خپل زړه په پېژندپاڼو  کې د مور نوم ولیکي.

لاله وایي، که څه هم د دوی غوښتنه په پېژندپاڼو کې په جبري ډول د مور نوم لیکل ول، خو هغه په دې باور ده چې دا هم د افغان مېرمنو د خپلواکه هویت یا پېژندنې برخه کې یو ستر ګام دی: « په اختیاري ډول د تابعیت پېژندپاڼو کې د مور نوم لیکل کولی شي، چې افغان مېرمنو ته د خپلواکه هویت لپاره د حساسیت یو پړاو و اوسي. موږ د حساسیت له منځه وړلو ته دوام ورکوو. دا ستر ګام دی.»

له خپلواک هویته د افغان مېرمنو د بې برخېتوب ترڅنګ، افغانستان کې د ښځو حقونو فعالانو او بنسټونو سره د محرومیت یو لوی نوملړ تر کار لاندې دی. افغان ښځې نه شي کولی چې د خپل نوم او تذکرې په استناد خپلو ماشومانو لپاره پېژندپاڼې یا پاسپورټ واخلي. ښځې د خپلو نابالغه ماشومانو لپاره د سفر تضمین نه شي ورکولی. دغه راز افغان ښځې د خپل مېړه د وفات پر وخت، د خپلو اولادونو د سرپرستۍ حق نه لري او دا حق یې د سړي خپلوانو لکه پلار، ورور، تره او ماما ته ورکول کیږي.

لاله وایي، افغان ښځو ته د دوی د مدني او اساسي حقونو لاسرسي او پر دوی د شته محرومیتونو لېرې کېدو لپاره مبارزه ډېره سخته او «اوږده لار» ده: «د نفوسو احوالو ثبت قانون کې د تعدیل طرحه او په کې د مور نوم ځایول که څه هم اختیاري دي، خو ستر او لومړی ګام دی. کوم څه پای ته نه دي رسېدلي. زه به تر هغې چې افغان مېرمنې د هویت له حقه بې برخې وي، خپلې مبارزې ته دوام ورکوم. د افغان ښځو پر وړاندې د تبعیض لسګونه نور موارد شته، چې د هغو پر وړاندې مبارزه وخت، څارنې او د ښځو حقونو برخې فعالانو ځواکمنې ارادې ته اړتیا ده. مبارزه نوې پیل شوې ده.»