ارزګاني ځوانان د بې روزګارۍ له امله له رواني اړخه کړیږي

افغانستان کې تر سیاسي بدلون وروسته نړیوال بندیزونه او فشارونه زیات شول، چې ورسره جوخت په مرکز او ولایتونو کې ګڼ شمیر ځوانان بې روزګاره شول.

اوس ډیری ارزګاني ځوانان د کار نشتون له امله شکايت کوي او زياتوي چې بې روزګاري د ذهني او مالي اړخه سخت ځپلي دي.

یو ارزګانی ځوان رفيع الله عرفان چې لوړي زده کړې لري وايي، چې بې کاري اوج ته رسيدلې او ډیری بې روزګاره کسان په روانې ناروغيو اخته شوي دي.

هغه وایي، له تير يوه کال راهیسې هڅه کوي چې دنده پیداکړي خو زياتوي چې له ډيرو هڅو سره سره بیا هم نه دی توانیدلی چې دنده پیداکړي. د ده په خبره، دامهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او له رواني اړخه کړیږي.

نوموړی د طالبانو له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې خلکو ته دې د کار زمينه برابره کړي.

عرفان وویل: «کوم ځوانان چې مخکې په کارونو مصروف وو هغه اوس بې کاره ګرځي کارونه پر نشت حساب دي ځوانان بې روزګاره دي کله چې کار نه وي هره څه چې ځوانانو وکړل کوي یې، باید مسوولين ورته پاملرنه وکړي.»

د دې ولايت یو بل اوسيدونکی شفيع الله چې پخوا یې ورځنۍ مزدوري کوله وایي، اوس بې کاره دی او په ټوله میاشت کې ورته ډیرې کمې ورځې کار پیدا کېږي.

دی زیاتوي، چې له يوې خوا د توکو قيمتونه زيات لوړ شوي او له بلې خوا داسې کوم کار نشته چې دوی یې وکړي ترڅو خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کړي.

شفیع الله هم د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې خلکو ته دې د کاري فرصتونو برابرولو کې مرسته وکړي.

دی وايي: «پخوا لاښه و يو وخت به کار پیداکیده خو اوس په هغه ډول کار نه پیداکيږي کله چې کار هم پیدا شي لږې پیسې راکوي په بازار کې د ټولو توکو نرخونه لوړ شوي په هيڅ شي د چا وس نه رسيږي حکومت ته په کار ده چې زموږ لپاره د کار زمينه برابره کړي.»

ارزګاني ځوانان د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي چې دوی ته دې د کار زمینه برابره کړي.

د دولسم ټولګي زده کوونکی نوید احمد هم ورته خبره کوي او وایي، چې د بې روزګارۍ له امله خپل ټول وخت د ټولنیزو رسنیو په کارولو ضایع کوي او له امله په رواني ناروغۍ اخته شوی چې دشپې لخوه خوب هم نه لري.

دی زیاتوي، که حکومت ورته د کار زمینه برابره کړي نو خپل وخت به بې ځایه نه تیروي او نه به هم له رواني اړخه کړیږي.

ورته مهال روغتيا پالان بیا وايي، چې د رواني ناروغۍ لاملونه په هېواد کې د کار روزګار نشتوالی دی.

يو تن متخصص ډاکټر يادولي خوږياڼی وايي، چې که خلکو ته کار پیداشي او اقتصادي وضعيت يې ښه شي رواني ناروغۍ یې ورسره کمیدلی شي.

هغه وايي، ډيری وخت ورته داسې رواني ناروغان مراجعه کوي چې لامل یې اقتصادي ستونزې وي.

هغه وويل: «کار نشته سکون نشته کله چې کار نه وي اقتصادي وضعيت خرابيږي کله چې اقتصادي وضعيت خراب شي خلک بدو کړونو ته لاس اچوي دغه ټول د دې لامل ګرځي چې رواني رامنځته کړي.»

دغه راز شنونکي وایي، چې د کار روزګار نشتون د دې لامل شوي چې جنايي جرمونه زيات شي او خلک ناوړه کړونو مخه کړي.

ارزګان کې يو تن د اقتصادي چارو کارپوه محمدزبیر د طالبانو له  حکومت څخه غواړي چې خلکو ته کاري فرصتونه چمتو کړي.

نوموړي په دې اړه وويل: «کله چې په يو هېواد کې اقتصادي ستونزې ډيرې شي د دې لامل ګرځي چې په هغه هېواد کې جنايي جرمونه زيات شي خلک ناوړه کړونو ته لاس واچوي يو هېواد هغه وخت پرمختګ کوي چې د خلکو اقتصاد جوړ وي.»

خو په ارزګان کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي، هغه ځوانان چې دامهال بي دندو دي ټولو ته به د کار زمينه برابره کړي.

د دې ولايت د والي وياند احسان الله حماس وايي، چې دوی هڅې روانې کړي ترڅو لوستو ځوانو ته په دولتي ادارو او غير لوستو ځوانانو ته په يو شمير رغنيزو پروژو کې کار پیداکړي.

نوموړي زياته کړه: «په دې اړه د ارزګان والي د دولتي ادارو مسوولينو ته سپارښته وکړه چې ژر تر ژره دې خپل خالي بستونه اعلان ته ورکړي ترڅو لوستو ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي او هغه کسان چې زده کړې نه لري د بیارغونې په پروژو کې به ورته د کار زمينه برابره کړو.»

د ارزګان ترڅنګ د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم خلک له ورته ستونزو سره مخامخ دي او غوښتنه کوي چې د دوی لپاره دې د کار زمينه برابره شي.