نورستان کې د یوه موټر چپه کیدو پېښه کې درې تنه مړه او پنځه نور ژوبل شوي

اطلاعات روز:  نورستان کې ځایي سرچینې وایي، د دغه ولایت نورګرام ولسوالۍ کې د یوه ډاټسن موټر د چپه کیدو په پېښه کې درې تنه مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د نورستان لپاره د طالبانو د والي ویاند سیف الدین لټون وایي، چې پېښه تیر ماښام (سې شنبه، ۱ د وري) د نورګرام ولسوالۍ د کلتن درې اړوند «سوریل» سیمې کې د یوه موټر د چپه کیدو له امله رامنځته شوې.

نوموړی زیاتوي یاده پیښه کې درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ژوبل شوي دي.

ورته مهال یوه ځایي سرچینه بیا اطلاعات روز ته وایي، چې پیښه کې دوې ښځو او یو نارینه ژوند بایللی او همدارنګه دوه ماشومان، یوه ښځه او یو نارینه ټپیان شوي دي.

د دې پیښې په انځورونو کې لیدل کېږي چې موټر له سړک اوښتی او یوه ګړنګ ته لویدلی دی.

لټون زیاتوي ټپیان یې په وخت روغتون ته رسولي چې اوس یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

نورستان کې ډیر کله دا ډول پېښې د سړکونو د خرابوالي او موټر چلوونکو د ګړندي تګ له امله رامنځته کیږي.