کرونا واکسین

هند افغانستان سره د کرونا ۵۰۰ زره دوزه واکسین مرسته کوي

اطلاعات روز: د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، هند ژمنه کړې چې افغانستان سره د کرونا ۵۰۰ زره دوزه واکسین مرسته کوي. ټاکل شوې چې په دې سره به ۲۵۰ زره افغانان واکسین شي.

افغانستان ته د هند جوړ دې واکسینونو د رسېدو نېټه روښانه شوې نه ده.

د دې وزارت خبرپاڼه کې چې نن (دوشنبه، ۶ د سلواغې) خپره شوې راغلي چې د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ معین ډاکټر بشیر نورمل د نړیوال روغتیایي سازمان او د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) استازو سره په لیدنه کې د هند جوړو دې واکسینونو پر پلي کېدو خبرې اترې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي نورمل د هند له مرستو مننه کړې او له اړوندو ادارو یې غوښتي چې د دې واکسین د پلي کولو لپاره وړ تدابیر ونیسي.

هغه ټینګار کړی چې له دې ویروسه ګواښمنو ته لومړیتوب ورکول کیږي او پام کې ده چې لومړی همدې کسانو وشي.

د روغتیا وزارت یاد معین زیاته کړې چې د واکسین نړیوالې اتحادیې، کواکس، نړیوال بانک او د اسیا پراختیایي بانک ژمنه کړې چې د افغانستان دولت سره به د کرونا واکسین برابرولو کې مرسته کوي.

دغه وزارت د لیندۍ په ۱۹مه اعلان کړی و چې تر اوو یا اتو راتلونکو میاشتو به د کرونا واکسین لومړۍ جوپه هېواد ته دننه شي.

د دې وزارت ویاند په هغه وخت کې ویلي و چې افغانستان د ۲۰۲۲ زیږدیز کال ترپایه د هېواد ۴۰ سلنه وګړو ته له دوو سرچینو د کرونا واکسین ترلاسه کوي.

د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو پر بنسټ، تر اوسه ۵۴ زره او ۷۵۰ تنه په ټول افغانستان کې په کرونا ویروس اخته پېژندل شوي، چې له دې ډلې ۴۷ زره او ۳۶۵ تنه بېرته روغ او دوه زره او ۳۸۰ تنه نور بیا له دې ناروغۍ مړه شوي دي.