کرکټ\

افغانستان له ایرلنډه د یو ورځنیو سیالیو درېیمه لوبه هم وګټله

اطلاعات روز: د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ له کرکټ له ملي لوبډلې د یو ورځنیو دریو لوبو لوبلړۍ وګټله.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نن (سه شنبه، ۷ د مرغومې) د ایرلنډ ملي لوبډلې سره د یو ورځنیو درې لوبو لوبلړۍ وروستۍ لوبه په ۳۶ منډو وګټله. دا لومړی ځل دی چې افغانستان د ۰-۳ په توپیر د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ګټي.

د دې لوبې ټاس یا پچه ایرلنډۍ لوبډلې ګټلې وه او افغانستان ته یې د توپوهنې وویل. افغان لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو او نهو لوبغاړو په ورکولو سره ټولې ۲۶۵ منډې وکړې او ۲۶۶ هدف یې ور ته وټاکه.

راشدخان ۴۸ منډې او اصغر ۴۱ منډې وکړې.

په دویمه پاڼۍ کې ایرلنډ ټول اورونه و نه شو لوبولې. دوی د ۴۸ام اور په لومړي توپ لسم او وروستی لوبغاړی له لاسه ورکړ.

په دې لوبډله کې سټرلېنګ سلیزه ووهله او تر ټولو ډېرې ۱۱۸ منډې یې وکړې. په مقابل کې راشدخان ۴ لوبغاړي، مجیب الرحمن ۲ لوبغاړي او محمد نبي او نوین الحق یو یو لوبغاړي وسوځول.