ارزګان کې د یوې پیغلې نجلۍ جسد موندل شوی

اطلاعات روز: ارزګان ولايت کې د طالبانو امنيتي مسوولين وايي، چې د دې ولايت په مرکز ترينکوټ کې د یوې ځوانې نجلۍ جسد موندل شوی چې په ډزو وژل شوې ده.

د دې ولایت لپاره د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند سعدالله زاهد وايي، چې تېره ورځ (دوشنبه، ۲۸ د وري) یې د ترینکوټ ښار د دوهمې امنيتي حوزې اړوند یوه کور کې د یوې نجلۍ جسد موندلی دی.

نوموړی په دې اړه دقیق معلومات نه لري چې ایا یادې نجلۍ ځان وژنه کړې او که د بل چا لخوا وژل شوې، خو ګومان کوي چې پیښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې ده.

د ده په وینا، د یادې نجلۍ جسد یې روغتون ته انتقال کړی او په دې اړه یې د کورنۍ غړي امنیې قومندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دي.

بلخوا د وژل شوې ښځې يوه خپلوان بیا اطلاعات روز ته وويل، چې ياده نجلۍ واده شوې نه وه او خپل کور کې د ټوپک په ډزو د شاه لخوا لګيدلې ده.

د ده په خبره، چې په عدلي طب کې هم ثابته شوې چې دې نجلۍ خپله ځان نه دی ويشلی او داسې ښکاري د بل چا لخوا په ډزو وژل شوې وي.

د هیواد په سویلي حوزه کې په دې وروستیو کې پټې وژنې او جنایي جرمونه زیات شوي چې خلک یې په مخنیوي کې د طالبانو امنیتي مسوولین پاتې بولي.