لوګر کې ماین چاودنې درې کسان ووژل

اطلاعات روز: د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله د یوې ښځې په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

په دغه ولایت کې د طالبانو د والي ویاند عمر منصور وايي، دا پېښه نن (چهارشنبه، ۳۰ د وري) غرمه مهال د محمداغې ولسوالۍ اړوند «زرغون ښار» سیمه له روسانو د یو پاتې شوي پخواني ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

منصور زیاته کړې چې په دغه پېښه کې یوه ښځه او دوه نارینه شامل دي او په خبره یې چې درې واړه د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ اوسېدونکي و.

څو اونۍ وړاندې هم لوګر کې په ماشومانو پخواني ماین چاودنه کړې وه، چې پکې پنځه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

که څه هم هیواد کې د تېرو جګړو ډیری ناچاوده توکي ایستل شوي، خو بیا هم وخت ناوخت په ځینو سیمو کې داسې پېښې رامنځته کیږي چې له امله یې خلک او څاروي زیان ویني.