اطلاعات روز: د حوثي چارواکو او رسنيو په وينا، د يمن په پلازمېنه صنعا کې د ګڼې – ګوڼې له امله لږ تر لږه ۷۸ تنه وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل دي.
دا ګڼه ګوڼه د پرون ورځې (چهارشنبه، ۳۰ د وري) په وروستيو کې هغه وخت جوړه شوه چې په سلګونو خلک د پلازمينې صنعا په يوه ښوونځي کې د لس ډالره مرستې تر لاسه کولو ته را غونډ شوي وو. دا مرستې د يو شمير سوداګرو له خوا ويشل کېدلې تر څو د روژې وروستۍ ورځې ولمانځي.
عيني شاهدانو عبدالرحمان احمد او يحی محسن اسوشيټيډ پريس خبري اژانس ته ويلي، چې وسله والو حوثيانو د خلکو د کنټرولولو لپاره ډزې وکړې، خو مرمۍ د برېښنا پر مزو ولګېدې چې له امله يې د خلکو تر منځ وارخطايي ګډه شوه.
د حوثي ټلويزیون المسيره له لوري په خپرو شويو انځورونو کې ښکاري چې مړي يو پر بل برسيره پراته دي او خلک پرې خېژي تر څو ځان وباسي.
د AFP خبري اژانس د يوه حوثي چارواکي له خولې ويلي چې تر ۳۰۰ زيات کسان ژوبل شوي دي. په صنعا کې د الثوره روغتون د مرستيال مشر حمدان بغاري په وينا چې روغتون ته لږ تر لږه ۷۳ مړي ور وړل شوي دي.
د حوثيانو تر کنټرول لاندې د کورنيو چارو وزارت وياند ډګروال عبدالخالق الاغري دا پېښه غميزه بللې او ويلي يې دي ملامتيا د هغو ده چې له سيمهييزو چارواکو سره له همغږۍ پرته مرستې وېشي.
د وزارت په وينا کومو دوو سوداګرو چې دا مرستې وېشلې هغوی نيول شوي دي. حوثيانو ويلي چې دوی به هرې هغې کورنۍ ته چې خپلوان يې وژل شوي ۲ زره ډالر تاوان ورکړي او ژوبلو ته به ۴۰۰ ډالر ورکړي.