خوست کې د «زرغون جام» کرکټ سیالۍ؛ ملي بیرغ ته د اجازې نه ورکړې له امله د ننداره چیانو ورتګ کمرنګه دی

اطلاعات روز: په خوست ولایت کې د «زرغون جام» کرکټ ۵۰ اورېزه سیالۍ روانې دي چې د هیواد له بېلابېلو زونونو پکې څلور لوبډلې برخه لري، که څه هم دغه سیالۍ کابو یوه اونۍ وړاندې پېل شوي خو د لیدونکو ورتګ ورته خورا کمرنګه دی او هره ورځ دغو لوبو ته د ګوتو په شمېر کسان ورځي.

خوست د هیواد له هغو ولایتونو ګڼل کیږي چې د کرکټ لوبې بېساري مینوال لري، خو زرغون جام سیالیو ته په کتو چې تر ډېره پکې ملي لوبغاړي ګډون لري خو بیا هم د دغو لیدو ته د ننداره چیانو ورتګ کمرنګه شوی او ځوانان دې ته لېوالتیا نه ښيي چې د لوبو لیدو لپاره ورشي.

په دغه ولایت کې د کرکټ او ملي لوبغاړو یو مینوال نصرت الله بیا د ننداره چیانو د کموالي لامل ملي بیرغ ته د اجازې نه ورکړه بولي او وايي، خلکو ته اجازه نه ورکول کیږي چې له درې رنګه ملي بیرغ سره د لوبې لیدو ته ورشي.

نوموړی زیاتوي که طالبان د بیرغ مخنیوی ونه کړي، لوبو ته به په دومره شمېر کې خلک راشي چې لوبغالی به یې د ځایدو ګنجایش هم و نه لري.

هغه وویل: «زمونږ خوستیان له کرکټ لوبو او بلخصوص د ملي لوبغاړو سره ډېره مینه لري او خوښ یو چې زمونږ په ولایت کې د کرکټ سیالۍ ترسره کیږي، خو هلته سټیډیوم ته د ننداره چیانو راتګ ډېر کم وي، ځکه د خلکو زړونه مات شوي هغه څه چې دوی یې غواړي د هغه اجازه نه ورکوي مطلب مې ملي بیرغ دی.»

په دغه ولایت کې دکرکټ سیمه ییز لوبغاړي هم دا د کرکټ د لیدونکو مهمه غوښتنه بولي او زیاتوي، چې هیواد کې یوازینۍ لوبې دي چې تر اوسه یې ملي بیرغ ژوندی ساتلی او په نړیوالو میدانونو کې د افغانستان نماینده ګي کوي.

د دې لوبې یو لوبغاړي کاظم خان اطلاعات روز ته وویل، چې په لوبو کې د بیرغ نشتون د لوبې جزبات کمرنګه کوي، خو نوموړی غوښتنه کوي چې د خلکو د خوښۍ لپاره دې ملي بیرغ ته اجازه ورکړل شي.

خان وویل: «همدا کرکټ دی چې بیرغ یې ژوندی ساتلی، همدا فوټبال او نورې لوبې دي چې زمونږ ملي هویت یې په نړۍ کې خلکو ته ورپېژندلی دی، نو دا بیرغ باید په کوم نظام پورې و نه تړل شي، دا سل کاله پخوانی بیرغ دی او هیڅوک یې را څخه نشي اخیستلی، نو که نورو ځایونو کې اجازه نه وي دغه لوبو ته خو باید اجازه ورکړل شي.»

په همدې حال کې بیا د زرغون جام په نوم له فیسبوک پاڼې چې د افغانستان کرکټ بورډ اړوند نشرات کوي، د لوبو لیدونکو د ډېرېدو لپاره په خپره شوې خبرپاڼه کې ټاکلی ټکټ له ۳۰ افغانیو ۱۰ ته راښکته کړی او له خلکو غوښتنه شوې چې د خپلې خوښې لوبغاړي او لوبډلې تشویق کړي.

د یادونې ده چې خوست کې د زرغون جان په نوم پېل شوې سیالۍ د کورني کرکټ ودې ترڅنګ نړیوال او اسیا جام لوبو ته د چمتوالي په موخه په لاره اچول شوې چې د ملي لوبغاړو ترڅنګ پکې ځوان لوبغاړي هم برخه لري او دا لوبې به د مې میاستې په ۱۷ مه نېټه پای ته ورسیږي.