انځور: ACB

خوست کې د «زرغون جام» کرکټ سیالیو پایلوبه بې پایلې پای ته ورسېده

اطلاعات روز: د سویل ختیځ زون په خوست ولایت کې د زرغون جام په نوم د پېل شویو ۵۰ اورېزو کرکټ سیالیو پای لوبه د ورښت له امله بې پایلی پای ته ورسېده.

دا لوبې چې د افریل په ۲۹ مه نېټه د خوست په مرکز کې پېل شوې وې د هیواد له بېلابېلو زونونو پکې څلورو لوبډلو هندوکش سټرایکرز، پامیر لیجینډز، میوند ډیفینډرز او جونیر چیمپینز برخه اخیستې وه، چې پای لوبې ته یې پامیر لیجینډز او میوند ډیفینډرز لوبډلو لاره پیدا کړې وه.

د وروستۍ لوبې پچه نن (چهارشنبه، ۲۷ د غویي) د رحمت شاه زرمتي په مشرۍ پامیر لیجینډز لوبډلې وګټله او خپله یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، د حشمت الله شاهدي په مشرۍ میوند ساتونکو لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۹۶ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۲۹۷ منډو هدف وټاکه.

د دغو لوبو د دوهمې پاڼې له پیلېدو مخکې باران پېل شو، چې د کرکټ بورډ د مسوولینو په خبره له انتظار وروسته بیا هم ورښت دوام وکړ او د کرکټ د قانون له مخې یې پای لوبه بې پایلې اعلان او د اتلولۍ جام دواړو لوبډلو ته په شریکه ورکړل شو.

په خوست کې د زرغون جام سیالۍ اسیا او نړیوال جامونو ته د چمتوالي او د نویو تنکیو ځوانانو د وړتیاوو لوړولو په موخه پېل شوې وې.