ننګرهار

د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ کې موټر بم چاودنې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وایي، د دې ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر قرارګاه موټر بم چاودنه شوې ده.

دغه چارواکي وایي، یاده چاودنه نن (شنبه، ۱۱ د سلواغې) سهار شاوخوا شپږ بجې د دې ولایت شېرزادو ولسوالۍ په ګندمک سیمه کې د عامه نظم ځواکونو پر یوې قرارګاه شوې ده.

د ولایت د رسنیو دفتر هم یاده پېښه تاییدوي او وایي، په دې چاودنه کې درانه مالي او ځاني تلفات اووښتي. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي، په دې برید کې اته سرتیري وژل شوي دي. د ده په وینا امنیتي ځواکونو د بل «مازدا» ډوله موټربم چې جلال اباد ښار ته لېږدول کېده، مخنیوی کړی دی.

بل لورته یو شمېر ځایي سرچینې هم وایي، چې په دې موټربم برید کې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې چاودنه د هاموي موټر په وسیله شوې چې له امله یې ۱۴ سرتیري وژل شوي او ۴ نور تپیان شوي دي. هغه وایې امنیتي ځواکونو په سیمه کې یو بل موټر بم هم له چاودنې مخکې نیولی دی.

د دې چاودنې مسوولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی. د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې په یاد برید کې یې ۵۰ سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.