لوګر کې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې یو کس ووژل شو

اطلاعات روز: د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د یوه پخواني ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله یو کس وژل شوی دی.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند احمدالله انس وايي، پېښه نن (دوشنبه، ۸ د غبرګولي) د محمداغې ولسوالۍ اړوند په «دهنو» کلي کې رامنځته شوې ده.

د انس په خبره چې دا ماین پخوانی و او هغه مهال یې چاودنه کړې چې یا کس د خپل کور په داخل کې د یوې خونې د جوړېدو بنسټ ډبره اېښودله.

نوموړي زیاته کړه چې وژل شوی کس لومړی ټپي او وروسته یې په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې.

دا په تېرو دوو میاشتو کې څلورمه پېښه ده چې له تېرو جګړو د پاتې شویو ناچاوده توکو د چاودنې له امله رامنځته کېږي. که څه هم د ماین پاکونې ادارې په ځینو سیمو کې د ماینونو پاک کارۍ ترسره کړې، خو لاهم ډېری سیمې ناپاکه پاتې دي.