اطلاعات روز: د خوست ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې د کرومایټ ډبرو د استخراج چارې پېل شوې.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو ولایتي مسوولین وايي، چې دا کان د ګربزو ولسوالۍ اړوند په «زن شورا» سیمه کې شتون لري چې د لومړي او دوهم بلاک په نامه یادیږي.
د خوست لپاره د طالبانو د والي مرستیال محمد انور دین پرور د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې دا کان یو شرکت ته په قرار داد ورکړل شوی او په خبره یې چې د کیندلو پر مهال به د سیمې بې روزګاره اوسېدونکو ته د کار زمینه هم پکې برابره شي.
نوموړي د دې کان د مساحت او ورڅخه د عواید د اندازې په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې دوی د ټولو هغو پروژو د عملي کېدو لپاره هڅې پېل کړي کوم چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول یې خلکو ته ګټه رسیږي.
له دې وړاندې د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ اړوند په ورژلې سیمه کې هم د کرومایټ ډبرو د استخراج کارونه پېل شوي او یاد کان د شرق نفرایټ په نوم یو شرکت ته د پنځو کلونو لپاره په قرارداد ورکړل شوی دی.