ارزګان کې کتاب لوستنې ته د ځوانانو د هڅونې په موخه یو ورځنی نندارتون جوړ شو

اطلاعات روز: ارزګان کې طالب مسوولین وایي، دغلته یې کتاب لوستنې ته د ځوانانو د هڅونې په موخه یو ورځنی نندارتون جوړ کړی ترڅو ځوانان مطالعې ته مخه او خپل وخت بې ځایه تېر نه کړي.

د دې ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریيس اغاولي قريشي وايي، چې دوی غواړي له همدې لارې ځوانان وهڅوي چې د بې ځايه وخت تيرولو پر ځای مطالعه ترسره کړي.

هغه وويل: «په دې ورستيو کې موږ ځوانان وینو چې د مطالعي څخه يې مخ اړولی او په يو داسې څه مصروف دي چې هغه د ځوانان لپاره هيڅ په ګټه نه دي ځوانان هره وخت کولای شي دلته راشي موږ يو منظم کتابتون لرو په دغه کتابتون کې دې خپله مطالعه وکړي.»

يو شمير ديني عالمان بیا وايي، چې مطالعه کول د هر انسان لپاره اړينه ده او په کار ده چې د مطالعې لپاره ټول کسان وخت ځانګړی کړي.

يو تن ديني عالم مولوي ساجد په دې اړه وویل:«مطالعې کولو سره د انسان ذهن پراخیږي کله چې انسان مطالعه نه کوي ذهن يې خراب او کمزوری کيږي.»

هغه ځوانانو چې په دغه یو ورځني نندارتون کې ګډون کړی وايي، چې اوس وخت ځوانان د کتاب لوستلو پر ځای خپل ډير وخت خواله رسنیو ته ورکړی دی.

دوی یاد نندارتون مطالعې ته د ځوانانو د هڅونې لپاره ګټور یاد کړ او غوښتنه یې وکړه چې راتلونکي کې دې هم داسې پروګرامونه جوړ شي.

ارزګان کې داسې مهال کتاب لوستنې ته ځوانان هڅول کېږي چې د طالبانو راتګ سره په ټول هیواد کې مطالعې سره د ځوانانو مینه کمرنګه شوې او دلته له زده کړو کولو څخه په مرګونو لارو بهر ته تګ غوره بولي.