REUTERS/Stringer

هند کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله نږدې ۲۹۰ تنه مړه او ۹۰۰ نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: هند کې ځایي رسنۍ او چارواکي وايي، چې د دغه هیواد په کلکتې ښار کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله نږدې ۲۹۰ تنه مړه او ۹۰۰ نور ټپیان شوي دي.

دا پېښه چې پرون ورځ (جمعه، ۱۲ د غبرګولي) د هند د کلکتې ښار سويل ختيځ لور ته په ۲۲۰ کيلومټرۍ کې پېښه شوې يوه وېرجنه فضا يې رامنځته کړې. د پېښې د لامل په اړه څېړنې روانې دي.

د اوديشا ايالت يوه لوړپوړي چارواکي پې کې جينا د یوه ټويټ له لارې ويلي، چې شاوخوا ۹۰۰ کسان ژوبل دي.

د اورګاډي د وزارت وياند اميتاب شرما ويلي، چې د يوه اورګاډي له لسو تر ۱۲ خونې اوښتې دي او د اوښتو خونو ځينې برخې د اورګاډي يوې بلې نږدې پټلۍ ته هم رسيدلې دي. د شرما په وينا چې له مقابل لوري راتلونکی اورګاډی ورسره جنګېدلی او له امله يې د هغه اورګاډي حد اقل درې خونې له پټلۍ اوښتې دي.

د ټرسټ په نوم يوې چاپي رسنۍ ويلي، چې يو بل اورګاډی چې سوداګريز توکي يې انتقالول هم په دې پېښه کې ښکېل دی، خو د اورګاډي وزارت چارواکو لا تر اوسه دا خبره نه ده تاييد کړې.

د مړو شمېر په شپه کې ناڅاپه لوړ شو او د سهار تر سپېده چاود پورې د جينا په وينا چې لږ تر لږه ۲۳۳ خلک مړه شوي وو. بل پلو سپيکټېټر انډيکس انلاین مجلې تر همدې شيبې د مړو شمېر تر ۲۸۸ لوړ ښودلی او اټکل کېږي چې د مړو شمېر به تر دې هم زيات شي.

تر پېښې وروسته ژغورونکي ليدل کېدل چې د اورګاډي چپه شويو خونو ته ختل، غوښتل يې دروازې او کړکۍ ماتې کړي او يا هم د خونو يو برخه اره کړي چې بند پاتې خلک راوباسي.

چارواکو ويلي، چې په سيمه کې يو زر او ۲۰۰ ژغورونکي په کار بوخت و او ورسره هم مهاله ۱۱۵ امبولانسونه، ۵۰ بسونه، ۴۵ ګرځنده روغتيايي ټيمونه د پېښې په ځای کې موجود وو.

ټرسټ نومې چاپي رسنۍ زیاته کړې، چې د کورومانډيل ايکسپريس په نوم اورګاډی په ويسټ بنګال کې له هورا څخه د سويل تاميل نادو ايالت چينای ښار ته روان و.

د هند لومړي وزير نريندار مودي ويلي، چې د ده خواخوږي له غمځپلو کورنيو سره ده.

د چارواکو له هڅو سره – سره چې غواړي د اورګاډي د خونديتوب چارې ښې کړي، مګر بيا هم هر کال په سلګونو کسان په هند کې له اورګاډو سره د تړلو پېښو له امله مري. تر يوه واحد مديريت لاندې د هند د اورګاډي اداره، د نړۍ په کچه د اورګاډو تر ټولو لويه شبکه ده.

د ۱۹۹۵ پر مهال په اګست کې هم نوي ډيلي ته نږدې د دوو اورګاډو په ټکر کې ۳۵۸ کسان مړه شوي وو، چې د هند په تاريخ کې د اورګاډي د ټکر تر ټولو بده پېښه وه. همدا راز د ۲۰۱۶ پر مهال د اندورا او پټنا ښارونو تر منځ د اورګاډي د اوښتو له امله ۱۴۶ کسان وژل شوي وو.

د ډېری داسې پېښو لامل انساني تېروتنې او د اشارو تر وخت تېر سامان الات ګڼل کېږي.