اطلاعات روز: نړيوال بانک په خپل تازه کلني راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې پراخ فقر دی او تقریبا ټول وګړي د ناکافي عايد له امله کافي خوراک نه لري.
په دې راپور کې راغلي، چې د افغانستان په ګډون د سويلي اسيا اقتصادونه له داخلي ټکانونو سره مخ دي او ژور کړکيچونه يې د ودې مخه نيسي.
د نړيوال بانک له وړاندوينې سره سم، په سويلي اسيا کې اقتصادي وده ښايي د ۲۰۲۳ پر مهال ۵.۹ سلنه او بيا په ۲۰۲۴ کال کې ۵.۱ سلنې ته راټيټه شي.
په عين حال کې نړيوال بانک په خپل کلني راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې اقتصادي ليد د مرستو د بهير په بيا پيليدو سره ثابت شوی او هيله ده چې په راتلونکو دوو کلونو کې توليدي وده مثبته شي.
د نړيوال بانک په راپور کې په تېرو ميلادي او روان ميلادي کال کې د افغانستان د منفي اقتصادي ودې سلنه نه ده ښودل شوې.
د افغانستان اقتصاد د طالبانو تر واکمنېدو او د بهرنيو مرستو تر قطع کېدو وروسته پاشل شوی او فقر او لوږه پراخه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې تر ۲۸ ميليونه زيات وګړي مرستو ته اړتيا لري.
اوچا زیاتوي، چې په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې لپاره د ۲۰۲۳ ميلادي کال له جون تر ډسمبر مياشتې پورې ۲.۲۶ ميليارد ډالرو ته اړتيا ده.
نړيوال اقتصادي ليد
د نړيوال بانک له وروستي راپور سره سم، نړيوال اقتصادي ليد هم په شدت راټيټ شوی دی.
وړاندوينه کېږي چې د ۲۰۲۲ کال ۳.۱ سلنه نړيواله اقتصادي وده په ۲۰۲۳ کال کې ۲.۱ سلنې ته راټيټه شي.
د نړيوال بانک رييس آجي بانګا ويلي: «د فقر د کمولو او ښېرازۍ د پراختيا تر ټولو ډادمنه لار بوختيا پیدا کول دي او ټکنۍ وده د بوختياوو را پيدا کول ډېر ستونزمنوي.»