د کابل پولیتخنیک پوهنتون لیلیې لګښتونو کې میلیونونه افغانۍ غلا شوي

د یوې قضیې ارزونه، د پولیتخنیک پوهنتون لیلیې لګښتونو کې میلیونونه افغانۍ غلا شوي؟

خبریال: لیاقت لایق

ژباړن: بهادرخان رحماني

له اداري فساد سره د مبارزې ادارې د راپور له مخې، د پولتخنیک پوهنتون لیلیې خونې هم په «خوښې» وېشل شوي دي. راپور کې راغلي چې د لیلیې مسوولینو د دې لیلیې د شورا پرېکړې خلاف یې وړې امتیاز لرونکې خونې د خپلې خوښې کسانو ته ورکړې دي، په داسې حال کې چې د هغې امتیاز یې نه درلود. د لیلیې د شورا پرېکړې له مخې، دغه امتیاز لرونکې خونې باید معلولینو، اول نمره ګانو، کم عمر لرونکو او یا ساري ناروغۍ لرونکو ته ورکړل شي.

اطلاعات روز د ارزونې او پلټنې او فساد سره د مبارزې بنسټونو داسې راپورونو ته لاسرسی موندلی، چې ښیي په ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ لمریزو کلونو کې د کابل پولیتخنیک لیلیې لپاره په را نیوونکو او مصرفوونکو خوراکي توکو، ګازو او د یاد پوهنتون نورو اخیستونکو توکو کې په میلیونونه افغانۍ «غلا او اختلاس» شوی دی.

د رسېدلو اسنادو له مخې، د پلټنې او فساد سره د مبارزې بنسټونو لږ تر لږه دریو پړاوونو کې د «غلا او اختلاس» دغه موضوع ارزولې او راپور یې ورکړی چې د کابل پولېتخنیک پوهنتون د لیلیې په خوراکي توکو، ګازو او نورو توکو کې فساد شوی دی.

د پوهنتون داخلي پلټنې، د لوړو زده کړو وزارت د پلټنې پلاوی او له فساد سره د مبارزې عالي اداره هغه بنسټونه دي، چې په ۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ لمریزو کلونو کې یې د کابل پولیتخنیک پوهنتون لیلیې لپاره د خوراکي، ګازو او نورو توکو اخیستو کې د شته فساد په اړه ارزونه کړې.

د څېړنې پایله کې، د دې لیلیې مالي او اداري مرستیال، سید حفیظ الله سلطان، د لیلیې مخکینی امر نجیب الله امرخېل او نور ځینې مسوولین په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د اداري فساد درنو جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

د دې قضیې دوسیې لویې څارنوالۍ ته رسېدلې دي، خو څارنوالۍ د دې دوسیو له شاوخوا دوو کلونو ارزونې وروسته، تورنو ته برائت ورکړی دی. د لویې څارنوالۍ ویاند وایي، د دوی ارزونه ښیي، چې کوم جرم نه دی رامنځته شوی بلکه دا تورونه د داخلي او اداري اختلافونو له امله ول.

د مایع ګازو لګښت کې د «اختلاس» تور

د ارزونو پایلې ښودلې، چې د دې لیلیې د ۱۳۹۴ل کال او د ۱۳۹۵ل کال د ځینو میاشتو د مایع ګازو لګښت د رښتیني لګښت پرتله دوه میلیونه افغانۍ توپیر لري.فساد سره د مبارزې عالي ادارې په راپور کې راغلي، د بودجې دغه کچه «په غېر شفاف او له حساب ورکونې پرته مصرف شوې او یا تالا ترغه» شوې ده.

فساد سره د مبارزې ادارې په خپل راپور کې ویلي، چې د هر تن د ګازو ورځنی لګښت ۱۷۵ ګرامه یاد شوی، په داسې حال کې چې د هر تن د ګازو رښتینی ورځنی لګښت ۱۱۵ ګرامه دی. فساد سره د مبارزې ادارې په وروستي راپور کې راغلي، چې هره ورځ ۱۳۶ کیلو ګرامه «له حساب ورکونې پرته مصرف او یا تالا ترغه» شوې دي. په پایله کې یواځې په ۱۳۹۴ل کال کې د ګازو په لګښت کې له یو مېلیون او ۴۹۳ زرو افغانیو ډېر «اختلاس» شوی دی. دغه راز د پلټنې او فساد سره د مبارزې بنسټونو له خوا د شوې څېړنې له مخې، د ۱۳۹۵ل کال په څو میاشتو کې بیا د مایع ګازو لګښت کې شاوخوا ۵۱۰ زره او ۹۰۰ افغانۍ «اختلاس» شوی دی.

فساد سره د مبارزې عالي ادارې د تفتیش پلاوي راپور – ۲۰ غبرګولې ۱۳۹۶

فساد سره د مبارزې ادارې د راپور پر بنسټ، د یادې لیلیې پخواني امر نجیب الله امرخېل د دې ادارې د پلټنې پلاوي ته ویلي، چې د مایع ګازو لوړ لګښت د زده کړیالانو ډېرښت او د هر تن له خوا د ګازو لګښت کې د نورم بدلون له امله دی. فساد سره د مبارزي اداري د پلټنې پلاوي دا ځواب له واقعیته لېرې ګڼلی او په راپور کې لیکلي، چې هر کس ته له هر منقل څخه د لګښت نورم کې بدلون اصولي بنسټ نه لري، د لیلیې امر او مالي او اداري مرستیال د لګښتونو غوښتنه له رښتیني سنجش او ارزونې پرته اجرا کړې ده. دغه راز ښاغلي امرخېل د پلټنې پلاوي ته په ځواب کې ویلي، چې د لګښت نورم کې بدلون یې د ۱۳۹۴ل کال د غبرګولې میاشتې د ۲۵مې پرېکړې پر بنسټ کړې او د ګازو لګښت نورم د زده کړیالانو د ډېرښت پر بنسټ ډېر شوی دی.

فساد سره د مبارزې ادارې د پلټنې پلاوي راپور کې راغلي، چې د لیلیې امریت د دېګدانونو شمېر هم له رښتینې (۳۷ پایې) څخه ډېر یاد کړی دی. د پلټنې پلاوي ته په ځواب کې، ښاغلي امرخېل ویلي، چې د دېګدانونو په شمېر کې توپیر له دې امله دی، چې ځینې دېګدانونه د مناسب ځای نه شتون له امله په پخلنځي کې نه دې ایښودل شوي او د هغوی مصرف پر نورو دېګدانونو ور زیات شوی دی. خو د پلټنې پلاوي دغه ځواب رښتینې نه دی ګڼلی او لیکلی یې دي چې هغه له واقعیت «سترګې پټې» کړي دي.

له دې وړاندې د لوړو زده کړو وزارت د پلټنې پلاوي په خپل راپور کې لیکلي، چې د لیلیې مسوولینو د ۳۷ دېګدانونو د ګازو لګښت راپور ورکړی، په داسې حال کې چې د پلاوي د سترګو لیدلی حال بیا ۲۲ دېګدانه ښيي. د لوړو زده کړو وزارت د پلټنې پلاوي راپور پر بنسټ، دغه ارزونه د لیلیې د امر په شتون کې تر سره شوې.

فساد سره د مبارزې عالي ادارې په خپل وروستي راپور کې لیکلي، چې مالي او اداري مرستیال، سید حفیظ الله سلطان، د لیلیې پخوانی امر، نجیب الله امرخېل او د خوړو مدیر، خلیل الله امرخېل د مایع ګازو لګښت کې له دوو مېلیونو ډېرو افغانیو اختلاس له امله دې د جزا قانون د ۲۷۱ مادې پر بنسټ تر څارنې لاندې ونیول شي.  

فساد سره د مبارزې عالي ادارې د تفتیش پلاوي راپور – ۲۰ غبرګولې ۱۳۹۶

د نه اړتیا خوراکي توکو پېرل

فساد سره د مبارزې عالي ادارې د پلټنې پلاوي د ۱۳۹۶ل کال د غبرګولي په ۲۰مه راپور ورکړی، چې د کابل پولیتخنیک پوهنتون مسوولینو په ۱۳۹۵ل کال کې ۱۱ قلمه خوراکي توکي د اړتیا له ارزونې پرته پېرلې دي.

فساد سره د مبارزې عالي ادارې د پلټنې پلاوي د ۱۳۹۵ل کال د خوراکي توکو پېرلو او د ۱۳۹۴ل کال د پاتې توکو ارزونې ښيي، چې له یو کال بل کال ته د توکو بیو کې توپیر ته په کتو د ناسم مدیریت او د بېلانس نه شتون له امله، ۴۹۷ زره او ۸۱۴ افغانۍ تاوان شوی دی. په داسې حال کې چې له مخکیني کاله د پام وړ خوراکي توکي پاتې ول، خو مسوولینو له اړتیا پرته پېرلې دي.

فساد سره د مبارزې عالي ادارې د پلټنې پلاوي له وروستۍ ارزونې وړاندې، د لوړو زده کړو وزارت د پلټنې پلاوي هم د کابل پولیتخنیک پوهنتون د لیلیې ذخېرې د ۱۳۹۵ل کال د چنګاښ په ۲۲مه ارزولې دي. دغه پلاوي د ۱۱ قلمو خوراکي توکو پېرل له اندازې او بېلانس پرته راپور کړي دي.

د بېلګې په ډول، د پلاوي د اروزنې پر مهال، په ذخېرو کې ۵۸ زره او ۴۴۹ کیلو ګرامه وریجې وې. له دې ډلې له ۱۶ زره کیلو ګرامو ډېرې وریجې د تېر کال له قرارداده په ذخېرو کې پاتې وې.د پلټنې پلاوي په خپل راپور کې ویلي، چې د ۱۳۹۵ل کال د شپږو میاشتو له تېرېدو وروسته بیا هم د ۱۳۹۴ل کال وریجې په ذخیرو کې وې او مصرفېدلې. راپور کې راغلي چې دا د پوښتنې وړ موضوع ده، چې ولې له اړتیا پرته څو برابره توکي اخیستل کیږي. د لوړو زده کړو وزارت د پلټنې پلاوي په خپل راپور کې لیکلي چې له شرکتونو سره د وریجو قرارداد هم د پوښتنې وړ شوی دی. داسې چې په ذخېرو کې پنځه زره کیلو ګرامه وریجې نه وې، خو د قراردادي شرکت یې بیا په ۱۳۹۵ل کال کې قرارداد شوی دی.

د لوړو زده کړو وزارت د پلټنې پلاوي د ارزونې په بله بېلګه کې، ۱۸ زره او ۵۰۰ کیلو ګرامه غوړ په ذخیرو کې ول. له دې ډلې اته زره کیلو ګرامه یې د ۱۳۹۴ل کال له قرارداده پاتې ول. پلاوي په خپل راپور کې لیکلي، چې د ۱۳۹۵ل کال د شپږو میاشتو له تېرېدو وروسته، بیا هم د هماغه ۱۳۹۴ل کال له غوړو ګټه اخیستل کېده، خو له اړتیا پرته بیا هم غوړي اخیستل شوي دي.

په همدې ترتیب د لوړو زده کړو وزارت د پلټنې پلاوي د ۹ قلمو نورو توکو د شتون راپور ورکړی. دغه توکي سره له دې چې ول، خو د لیلیې مسوولینو له کوم ارزونې پرته بیا هم دغه توکي څو برابره ډېر پېرلې دي.

د وروستیو پایلو له مخې، فساد سره د مبارزې عالي ادارې لیکلي، چې د لیلیې مسوولینو د خوراکي توکو ثبت او پېرلو کې، د تحویل خونې د تنظیم مقررې د ۶۴مې مادې خلاف کار کړی دی. د دې مادې پر بنسټ، د شته توکو ثبت او د نویو توکو پېرل د تحصیلي کال پای کې د مسوولینو درې کسیزه پلاوي له لوري باید سر ته ورسیږي. په داسې حال کې چې د ارزونې پایلې ښيي، چې دا کار په پټه یواځې د خوړو د مدیر له لوري سرته رسېدلی دی. د هغه اجرات هم غېر شفاف او له رښتینې اروزنې پرته ول. فساد سره د مبارزې عالي ادارې په راپور کې راغلي، چې له همدې امله باید دغه مسوولین باید د جزا قانون د ۲۸۵مې مادې پر بنسټ تر څارنې او تعقیب لاندې ونیول شي.

د لیلیې په زېرمو کې د موادو شتون په اړه د لوړو زده کړو وزارت د تفتیش پلاوي راپور یوه برخه – د چنګاښ ۲۲مه ۱۳۹۵

په پېرلو کې د نارښتیني نوملړ جوړل

اسناد ښيي، چې د لیلیې د خوراکي توکو پېرلو کې د «برادران نعیمي» په نوم د قراردادي شرکت له لوري «جعل» شوی دی. فساد سره د مبارزې عالي ادارې له خپلو ارزونو راپور ورکړی، چې په ټوله کې د ۷۳۹ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت خوراکي توکي د دې شرکت له خوا د خرڅلاو په پاڼه کې لیکل شوي دي، خو ذخېرو ته نه دي تللي. په راپور کې راغلي، چې د پوهنتون ریاست له دې موضوع په خبرېدو سره د هغې بودجه منظور کړې نه ده او یو پلاوی یې د هغې پلټنې ته ګمارلی دی. فساد سره د مبارزې عالي ادارې راپور راغلي، چې د قراردادي شرکت د خرڅلاو پاڼه کې پنځه زره کیلو وریجې په ۲۵۰ زره افغانیو، ۵۰۰ کیلو ګرامه لوبیا په ۳۵ زره افغانیو، دوه زره او ۲۲۵ کیلو ګرامه وچې شیدې په ۴۵۴ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت د قراردادي شرکت د خرڅلاو په پاڼه کې لیکل شوي دي، خو په ذخېرو کې یې شتون نه درلود. دغه توکي د ۷۳۹ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت په ذخیرو کې نه ول. له هغې وروسته قراردادي شرکتونو د خرڅلاو نورې پاڼې جوړې کړي، چې دا توپیر روښانه کوي. فساد سره د مبارزې عالي ادارې دغه موضوع د جزا قانون د « جعلي اختلاس» پر بنسټ یاده کړې ده.

فساد سره د مبارزې عالي ادارې د تفتیش پلاوي راپور – ۲۰ غبرګولې ۱۳۹۶

د ۱۱ قلمه خوراکي توکو د پېرلو درې پاڼې، چې کاپي یې اطلاعات روز ته رسېدلي، ښيي چې د یادو توکو په ځینو کې یې توپیر شته دی. د بېلګې په توګه په لومړۍ پاڼه کې ۴۲ زره او ۳۰۰ کیلو ګرامه وریجې لیکل شوې دي. په داسې حال کې چې پنځه زره کیلو ګرامه یې په ذخیرو کې نه وې او له هغې وروسته په دویمه او درېیمه پاڼه کې، ۳۷ زره او ۳۰۰ کیلو ګرامه لیکل شوې دي. په دې ډول پنځه کیلو ګرامه ښکاره توپیر شوی دی.

په لومړۍ پاڼه کې، دویم توکی د «سپین غر» غوړیو قراردادي شرکت له خرڅلاو څخه لیکل شوی دی. په داسې حال کې چې د هغه پر ځای په درېیمې او دویمې پاڼو کې د واقعیت پر بنسټ په هماغه قیمت «شایسته» غوړي لیکل شوي دي. فساد سره د مبارزې ادارې په خپل راپور کې لیکلي، چې لومړی د لیلیې غوښتنه د «سپین غر» غوړیو وه، خو د «برادران نعیمی» شرکت د هغه پر ځای د «شایسته او نورین» غوړي اخیستي او وروسته یې په «جعلي» توګه په پاڼه کې د «سپین غر» غوړیو نوم لیکلی دی.

په بله بېلګه کې، د قراردادي شرکت د خرڅلاو په لومړي او دویم نوملړ کې، اته زره او ۵۰۰ کیلو ګرامه لوبیا د ۵۹۵ زره افغانیو په ارزښت لیکل شوي دي. داسې حال کې چې په دریم فهرست کې دغه کچه اته زره کیلو ګرامه او قیمت یې ۵۶۰ زره افغانیو ته راښکته شوی دی. ۵۰۰ کیلو ګرامه لوبیا په ذخیرو کې شتون نه درلود.

دغه راز وچې شیدې په لومړي نوملړ کې درې زره او ۶۰۰ کیلو ګرامه لیکل شوې دي. داسې حال کې چې دویم او دریم فهرست کې یو زر او ۷۵ کیلو ګرامو ته راښکته شوې دي. د هغې قیمت له ۶۴۸ زره افغانیو، ۱۹۳ زره او ۵۰۰ افغانیو ته را کم شوی دی. په ټوله کې وچې شیدې د ۴۵۴ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت، د قراردادي شرکت په فهرست کې لیکل شوې دي، خو ذخېرو کې یې شتون نه درلود.

په ټوله کې د ۱۱ قلمه خوراکي توکو بیه له لومړي تر دریم فهرست پورې له څلور میلیونه او ۸۴۲ زره او ۵۰۰ افغانیو څخه، څلور میلیونه او ۱۰۳ زره افغانیو ته راکمه شوې ده. په دې ډول د «برادران نعیمي» شرکت د خرڅلاو په فهرست کې، د ۷۳۹ زره او ۵۰۰ افغانیو په ارزښت خوراکي توکي په نا رښتیني ډول لیکل شوي دي.

لیدل کیږي، چې د لیلیې مسوولینو هم د هرې پاڼې وروستۍ کې لاسلیک هم کړی دی.

فساد سره د مبارزې عالي ادارې د راپور له مخې، د یادې لیلیې مالي او اداري مرستیال، سید حفیظ الله سلطان، د لیلیې پخوانی امر، نجیب الله امرخېل، د لیلیې د خوړو مدیر، خلیل الله امرخېل او ځینې نور مسوولین د جعلي بل د پړواونو تېرېدو له امله، د جزا قانون د ۳۱۵ او ۳۱۷ مادو پر بنسټ د څارنې او تعقیب وړ دي.

د قراردادي شرکت له خوا د ۱۱ قلمه خوراکي توکو د پېرلو لومړی، دویم او درېیم نوملړ

د لیلیې د امتیاز لرونکو خونو وېش

له اداري فساد سره د مبارزې ادارې د راپور له مخې، د پولتخنیک پوهنتون لیلیې خونې هم په «خوښې» وېشل شوي دي. راپور کې راغلي چې د لیلیې مسوولینو د دې لیلیې د شورا پرېکړې خلاف یې وړې امتیاز لرونکې خونې د خپلې خوښې کسانو ته ورکړې دي، په داسې حال کې چې د هغې امتیاز یې نه درلود. د لیلیې د شورا پرېکړې له مخې، دغه امتیاز لرونکې خونې باید معلولینو، اول نمره ګانو، کم عمر لرونکو او یا ساري ناروغۍ لرونکو ته ورکړل شي.

د څارنوالۍ پرېکړه څه ده؟

د ارزونې پای کې، فساد سره د مبارزې عالي ادارې د لیلیې پخوانی مدیر، نجیب الله امرخېل، مالي او اداري مرستیال، سید حفیظ الله سلطان او ځینې نور مسوولین لویې څارنوالۍ ته پېژندلي دي. لوړو زده کړو وزارت ته د دې ادارې په یو لیک کې راغلي، چې لویې څارنوالۍ دغه دوسیه د ۱۳۹۶ل کال د غبرګولي په ۳۱مه د اداري فساد درنو جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ لېږلې ده.

څارنوالۍ ته د تورنو د ورپېژندنې په اړه د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي ادارې لیک – د چنګاښ ۲۰مه ۱۳۹۶

اوسمهال څارنوالۍ ته د دې تورنو د ورپېژندنې درې کاله کیږي. د څارنوالۍ مسوولین وایي، چې له هر اړخیزو څېړنو وروسته ثابته شوه، چې هېڅ رنګه جرم نه دی شوی. د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي اطلاعات روز ته وویل، چې دغه تورونه د داخلي اختلافونو او سرغړونو له امله ول او په دې برخې کې د ادارې ځینې پرېکړې شوې دي. د ښاغلي رسولي په وینا، دغې دوسیې د دعوا پرانستو لپاره بشپړ دلیلونه نه لرل. له دې اړخه څارنوالي په ۱۳۹۸ل کال کې د «ساتنې له مخې» دغه دوسیه د جزایي اجراتو  قانون د ۱۷۱مې مادې پر بنسټ، صادره کړې ده. د «ساتنې له مخې» یانې چې د کافي دلیلونو نه شتون له امله لازمه نه وه، چې اوس دې دعوا پرانستل شي، خو که چیرې د دې دعوا په اړه کوم دلیلونه را برسېره شي، د څارنوالۍ دغه پرېکړه به د جزایي اجراتو قانون د ۱۷۴مې مادې پر بنسټ، خنډ نه شي.

ښاغلی رسولي وایي، چې د څارنوالۍ اجرات او پرېکړې د پوهنتون د مسوولینو له خوا هم تایید شوي او له هغې اړوندو ادارو ته خبر او ډاډینه ورکړل شوې ده.

د لویې څارنوالۍ ویاند د تورونو لېرې کېدو په اړه د مشخص تاریخ په اړه اطلاعات نه ورکوي، خو وایي، چې قضیه له ټولو اړخونو سره ارزول شوې او ټول اعتراضونه او شکایتونه په کې ګډ شوي دي. په داسې حال کې چې پولیتخنیک پوهنتون له فساد سره د مبارزې کمېټې د ۱۳۹۸ل کال د تلې میاشتې په یو راپور کې لیکلي، چې د څارنوالۍ په څېړنو کې د ګازو د قیمت اختلاس او د خوراکي توکو د پېرلو جعلي اسناد په  نظر کې نه دي نیول شوي. په راپور کې راغلي، چې د څارنوالۍ په څېړنو کې یواځې له وظیفوي واکه ناوړه ګټنه او د لیلیې د خونو نا عادلانه وېشنه مطرح شوې ده. فساد سره د مبارزې کمېټه او د پوهنتون رهبري پلاوی د ۱۳۹۸ل کال د تلې میاشتې په راپور کې، لوړو زده کړو وزارت څخه د څارنوالۍ له خوا د یادې موضوع د څېړنې غوښتنه کړې.

د کابل پولیتخنیک پوهنتون فساد سره د مبارزې رهبري پلاوي او کمېټې راپور – تله ۱۳۹۸

د پولیختنیک پوهنتون د ۱۳۹۸ل کال د زمري ۱۰مې لیک ښیي، چې د دې پوهنتون مسوولینو د لوړو زده کړو له وزارته غوښتي، چې پوهنتون کې دې د ښاغلي امرخېل له بیا ځلي ټاکل کېدو مخنیوی وکړي. اوس هم د کابل پولیتخنیک پوهنتون ریاست یو سرچینه اطلاعات روز ته وایي، چې قضیه د څارنوالۍ له اړخه یو اړخیزه څېړل شوې او ځینې تورن بېرته خپلو دندو ته ګرځېدلي دي.

د لیلیې د پخواني امر نجیب الله امرخېل د بیا ګمارنې په اړه د پولیتخنیک پوهنتون لیک – د زمري ۱۰مه ۱۳۹۸

له دوو کلونو ډېرې موده کې یاده دوسیه لومړی د اداري فساد درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز تر څېړنې لاندې وه. د لوې څارنوالۍ ویاند وایي، چې دغه مرکز د کم اختلاس او د تورنو مسوولینو ټیټو رتبو له امله دغه  دوسیه له خپلو صلاحیتونو و نه ګڼله او هغه یې بېرته لویې څارنوالۍ ولېږله. په اخېره کې، لویې څارنوالۍ تورنو ته برائت ورکړی او پر هغوی یې د دعوا پرانستل اړین او لازم نه دي ګڼلي.