هرات کې یو ۴۵ کلن سړی ووژل شو

ناپېژانده وسله والو هرات کې یو ۴۵ کلن سړی وواژه

اطلاعات روز: هرات ولایت کې امنیتي سرچینې وایي، هرات ښار کې یو ۴۵ کلن سړی د ناپېژانده وسله والو له لوري وژل شوی دی.

د هرات پولیسو قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه پېښه نن (چهارشنبه، ۱۴ لړم) سهار شاوخوا ۷:۴۵ دقیقو کې د هرات ښار «باغ دشت» سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې بریدګر پر موټرسایکل ول او د دې سړي له وژلو وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

په ورته مهال، ښاغلي ولي زاده وویل، چې پولیسو د دغو وسله والو د نیولو هڅه پيل کړې ده.

تر اوسه کوم وګړي یا ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

په همدې حال کې د هرات ولایتي شورا په هرات ښار کې د نا امنیو له زیاتوالي اندېښنه ښیي. د دې شورا غړی سردار بهادري وایي، امنیتي ځواکونه باید د نا امنیو او وسله والو غلاوو مخنیوي لپاره ګامونه واخلي.

هرات د هېواد په لویدیځ کې یو نا امنه ولایت دی، چې په دې وروستیو کې په کې وسله والې غلاوې او وژنې په اندېښمنوونکي توګه ډېرې شوې دي.