۹۱ احتیاطي کوډ کې میلیاردیزه غلا

د ملي بودجې لګښت کې میلیاردیز انحراف؛ د ۹۸ مالي کال د احتیاطي کوډونو پیسې څرنګه لګول شوي؟

خبریال: لیاقت لایق

ژباړن: بهادرخان رحماني

په ۱۳۹۷ مالي کال کې د ۹۱ پالیسي کوډ د لګښتونو له جزیاتو څخه د اطلاعات روز راپور ښیي، چې د دې کوډ یوه عمده برخه شخصي موخو لپاره لکه د کور کرایه، د زرهې موټرو پېر، شخصي مرستو، د سفر خرچو، د دسترخوان خرچو او نورو برخو کې لګیدلي دي. د ولسي جرګې غړي، کارپوهان او څارونکي بنسټونه دا ډول مصرفونه له «اصولو پرته او نامنطقي» بولي. د افغانستان د روڼتیا څار د احتیاطي «۹۱ پالیسي او ۹۲ بېرنۍ» په نوم د کوډونو په لګښت کې د ولسمشر پر واکونو د ښکاره محدودیت لګولو غوښتنه کوي.

د ۱۳۹۸ مالي کال د قطعیې سند په اړه د پلټنې عالي ادارې پر راپور د اطلاعات روز ارزونه ښیي، چې د ټاکلو موخو خلاف د احتیاطي کوډونو له بودجې میلیاردونه افغانۍ په مصرف رسېدلي دي. د پلټنې عالي اداره دغه لګښتونه د بودجې د اجرا له اصولنامې خلاف ګڼي. په راپور کې راغلي د یو دقیق څارونکي میکانیزم نه شتون له امله د احتیاطي کوډونو بودجې په لګښت کې، میلیاردونه افغانۍ له خپلې اصلي لارې ګرځېدلي دي.

احتیاطي کوډونو کې تعدیل

د قطعیې سند په ارزونه کې راغلي، چې د ۱۳۹۸ مالي کال جریان کې په ټوله کې شاوخوا دوه میلیارده او ۶۰۰ میلیونه افغانۍ د عادي بودجې احتیاطي کوډونو کې کمې او زیاتې شوې دي. داسې چې له یوه کوډه کمې او بل کوډ ته ور زیاتې شوې دي.

د بېلګې په ډول د ۹۱ پالیسي احتیاطي کوډ بودجه په لومړیو کې یو میلیارد افغانۍ تصویب شوې، خو د کال په جریان کې هغې ته یو میلیارد او ۸۳۰ میلیونه افغانۍ ور زیاتې شوې دي. د بودجې دغه کچه له نورو احتیاطي کوډونو ۹۱ پالیسي کوډ ته اړول شوې دي. له دې سره په پای کې د ۹۱ کوډ بودجه څه باندې دوه میلیارده او ۸۳۰ میلیون افغانیو ته رسېدلې ده. له دې څخه دوه میلیارده او ۷۷۰ میلیونه یې مصرف شوي او له ۶۱ میلیونو څخه ۳۳۰ میلیونه یې پاتې دي.

دغه راز په نورو برخو کې هم، له ۹۰۰۰۵۲ (ټاکنو لپاره احتیاطي) کوډ څخه ۹۲ بېړني کوډ ته ۱۷۰ میلیونه افغانۍ ور اووښتي. همدارنګه له ۹۰۰۰۵۲ کوډ څخه ۹۰۰۰۰۳ (د پور شرایطو او قسطونو لپاره احتیاطي) کوډ ته ۲۱۰ میلیونه افغانۍ اړول شوې دي. له نورو احتیاطي کوډونو ۶۰ میلیونه افغانۍ ۹۰۰۰۵۰ (د ساتنې او څارنې احتیاطي) کوډ ته او دغه راز ۳۳۶ میلیونه نورې افغانۍ هم له دریو احتیاطي کوډونو څخه څلورو نورو احتیاطي کوډونو ته اړول شوې دي.

د پلټنې عالي ادارې د قطعیې سند ارزونې راپور کې لیکلي، چې دغو تعدیلاتو یا اووښتونو د احتیاطي کوډونو د لګښت کچه کې بدلون راوستی او د هغې د «انحراف» یا ګرځېدو لامل شوی. په پایله کې احتیاطي بودجې په همدې کچه د ملي بودجې سند کې ټاکل شویو او منل شویو موخو کې نه دي مصرف شوي.

له یو کوډ بل کوډ ته د احتیاطي عادي بودجې د تعدیل جدول – د ۱۳۹۸ل ملي بودجه

له احتیاطي کوډونو څخه بهر تعدیلات

د پلټنې عالي ادارې د ارزونو پایلو ښودلې، چې د احتیاطي بودجې له کوډونو شاوخوا دوه میلیارده او ۴۵۰ میلونه افغانۍ د ملي بودجې سند خلاف له ټاکلې موخې او د احتیاطي مواردو پرته تعدیل او په مصرف رسېدلې دي. په داسې حال کې چې د ملي بودجې سند کې احتیاطي کوډونه ټاکلو موخو لپاره تصویب، توشېح او د پلې کېدو وړ کیږي.

د بېلګې په ډول، د احتیاطي کوډونو بودجه د ادارو په غوښتنې، د مالیې وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ په منظورۍ، له ټاکل شوې موخې پرته، واشنګټن کې د افغانستان سفارت لګښت لپاره، د ځینو شرکتونو د پور غوښتنې، د معاشونو پلې کولو، د توکو پېرلو او نورو برخو کې مصرف شوې ده.

په نړیوالو سازمونو کې د وزارتونو د غړیتوب له احتیاطي بودجې له ۱۵ میلیونه او ۹۰۶ زره افغانیو څخه زیاتې، واشنګټن کې د افغانستان سفارت لپاره تعدیل او لېږدول شوې دي.

له ۲۸ ميليون او ۴۷۰ ﺯرو نه ډېرې افغانۍ د يو مرسته کوونکي شرکت د ساتنې په پار امنيتي سرتېرو ته د احتياطي بوديجې نه لګېدلي دي. دا لګښت د کورنیو چارو وزارت په غوښتنې شوی. دغه راز د کورنیو چارو وزارت په غوښتنې د امنیتي لګښتونو د احتیاطي بودجې څخه ۹۷ میلیونه او ۸۶۰ زره افغانۍ د «۱۳۹۴ او ۱۳۹۵ کال حوالو» د اجرا لپاره مصرف شوې دي. څرګنده نه ده چې دا «حوالې» د څه لپاره او څنګه وې.

د مالیې وزارت ځواب لیک کې د ارزونې عالي ادارو راپور کې راغلي، چې د کورنیو چارو وزارت لوړو پورونو ادا کول، د دې لپاره چې د هغوی د داخلي بودجې په توان کې نه و، د ۱۳۹۸ کال احتیاطي بودجې څخه تر سره شوې دي. ځواب لیک کې راغلي، چې دا کار د بودجې د اجرا اصولنامې د ۱۳مې مادې پر بنسټ شوی دی.

د لویې څارنوالۍ په غوښتنه، د «اړتیا وړ توکو د پیرلو» لپاره د امنیتي لګښتونو له احتیاطي بودجې څخه ۲۰ میلیونه افغانۍ تعدیل او مصرف شوې دي. څرګنده نه ده، چې د «اړتیا وړ توکي» ولې او څرنګه اخیستل شوې دي.

د پوهنې وزارت په غوښتنه، د پاتې معاشونو د اجرا لپاره له ۹۰۰۰۵۲ (ټاکنو لپاره احتیاطي بودجې) له کوډ څخه ۴۲۱‍ میلیونه او ۴۰۳ زره افغانۍ لېږدول شوي او لګول شوې دي. په ټوله کې د عادي احتیاطي بودجې له کوډونو د تعدیل او مصرف کچه، د ملي بودجې له ټاکل شویو موخو خلاف له دوه میلیارده او ۴۵۰ څخه زیاتو افغانیو ته رسېدلې ده.

له ټاکلو موخو خلاف د احتیاطي کوډونو عادي بودجې د لګښت جدول – د ۱۳۹۸ل ملي بودجه

د قطعیې سند د ارزونې د راپور پر بنسټ، د پرمختیایي بودجې له احتیاطي کوډونو هم له دوه میلیارده او ۸۰۰ میلیونو ډېرې افغانۍ او دوه میلیونه او ۱۶۰ زره امریکایي ډالر د یاد کوډ د ټاکل شویو موخو خلاف تعدیل او مصرف شوې دي. په راپور کې راغلي، چې دا لګښت هم د ۱۳۹۸ل کال ملي بودجې له سند سره ښکاره ټکر کې دی.

د بېلګې په ډ‌ول، د ټاکنو کمېسیون د بایومټریک دستګاوو اخیستنې لپاره، مالیې وزارت ولایتونو ته د پراختیایي احتیاطي کوډ (۹۱۰۰۴۹) څخه یو میلیارد او ۱۷۵ میلیونه افغانۍ تعدیل او ګرځولې دي. په داسې حال کې چې ټاکنو لپاره د عادي بودجې له احتیاطي کوډ څخه یو میلیارد او ۷۹۰ میلیونه افغانۍ نورو مواردو ته تعدیل شوې دي. د عادي بودجې د احتیاطي کوډونو د تعدیل جدول ښیي، چې د ټاکنو لپاره احتیاطي بودجه شپږو بېلو مواردو کې له ۹۰۰۰۵۲ کوډ څخه نورو موخو ته تعدیل او مصرف شوې دي.

له ټاکلو موخو خلاف له احتیاطي کوډونو د پراختیایي بودجې لګښت – د ۱۳۹۸ل ملي بودجه

مالیې وزارت د پلټنې عالي ادارې راپور ته په ځواب کې ویلي، له احتیاطي کوډونو تعدیل یې د اړتیا او د هغه واک له مخې چې په کې لري یې، کړی یې دی. د دې تعدیلونو په اړه د یاد وزارت په ځواب لیک کې راغلي، چې له احتیاطي کوډونو تعدیل او لګښت یې د ولسمشر د فرمان پر بنسټ، د بودجوي واحدونو د ستونزو حل لپاره، د احتیاطي کوډونو توازن او د لومړیتوب لرونکو برنامو د ودرېدو مخنیوي په موخه کړی دی. د پلټنې عالي ادارې په خپل راپور کې لیکلي، مالیې وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ چې د احتیاطي کوډونو د تعدیل او لګښت واک لري، د احتیاطي کوډونو بودجې په تعدیل او مصرف کې یې د ملي بودجې د سند اصول لیک رعایت کړی نه دی. دغه راز په راپور کې راغلي، په دې ډول سره دغه تعدیلونه یا ګرځونې له خپلو ټاکلو موخو څخه د احتیاطي بودجو د انحراف لامل شوي او د ملي بودجې د سند اعتبار چې د قانون حیثیت لري، تر سوال لاندې راغلی. د پلټنې عالي ادارې په راپور کې ویل شوي، چې له احتیاطي کوډونو دغه تعدیلونه او لګښتونه د کال د منځ په ارزونو کې هم نه دي ځای شوي. په داسې حال کې چې مالیې وزارت کولی شوی، د نیمایي کال په ارزونو کې هغه ګډ کړي، چې د ولسي جرګې له خوا تایید شوي وی.

د پلټنې عالي ادارې سپارښتنه کړې، چې د تعدیلاتو او د بودجې سند خلاف لګښتونو د مخنیوي لپاره باید د ملي بودجې د اجراتو اصولنامې کې ډېر محدودیتونه رامنځته شي. له بلې خوا احتیاطي او اصلي کوډونو ته د بودجې ځانګړي کول باید د اړتیا پر بنسټ او له دقیقې کتنې وروسته تر سره شي.

د ملي بودجې د قطعیې سند لا تر اوسه د ولسي جرګې له لوري ارزول شوی او تصویب شوی نه دی. د تېر کال د اقتصادي کوډونو لګښت کچې اړوند په ځانګړي ډول د احتیاطي کوډونو په اړه ولسي جرګې جدي بحثونه درلودل. دا اطلاعات د پلټنې عالي ادارې د ارزونو له پایلو دي. دا چې بدلونونه او لګښتونه تر کومې کچې د منلو دي، د ولسي جرګې ارزونې، تصویب او یا رد پورې تړلي.

اطلاعات روز ورځپاڼې تېر کال په خپل یو څېړنیز راپور کې د ۱۳۹۷ مالي کال د ۹۱ پالیسي کوډ د بودجې د لګښتونو جزیات رسنیز کړل. دغه راپور په ولسي جرګه کې د قطعیې سند د ارزونې پر مهال له احتیاطي کوډونو په ځانګړي ډول ۹۱ پالیسي کوډ له بودجې څخه د لګښتونو او بدلونونو په اړه بحثونه ډېر ګرم کړل. ولسي جرګې پای کې د ۱۳۹۹ل کال ملي بودجې سند کې د دې کوډ د بودجې لګښت کچه محدوده کړه. د سږ کال احتیاطي کوډونو بودجه کې د میلیاردي بدلونونو شتون هم ښایي د ولسي جرګې د غړیو له جدي نیوکو سره مخ شي.

د احتیاطي کوډونو د لګښت جزیاتو کې حساسه موضوع په ځانګړي ډول ۹۱ پالیسي او ۹۲ بېړني کوډونه دي. هغه څه چې تر اوسه لیدل شوي، په احتیاطي کوډونو کې عمده ننګونې دا دي، چې د دې کوډونو بودجې لومړی له یو کوډ څخه بل ته تعدیل او لېږدول کیږي او وروسته یې له خپلو ټاکلو موخو پرته په مصرف رسیږي.

په ۱۳۹۷ مالي کال کې د ۹۱ پالیسي کوډ د لګښتونو له جزیاتو څخه د اطلاعات روز راپور ښیي، چې د دې کوډ یوه عمده برخه شخصي موخو لپاره لکه د کور کرایه، د زرهې موټرو پېر، شخصي مرستو، د سفر خرچو، د دسترخوان خرچو او نورو برخو کې لګیدلي دي. د ولسي جرګې غړي، کارپوهان او څارونکي بنسټونه دا ډول مصرفونه له «اصولو پرته او نامنطقي» بولي. د افغانستان د روڼتیا څار د احتیاطي «۹۱ پالیسي او ۹۲ بېرنۍ» په نوم د کوډونو په لګښت کې د ولسمشر پر واکونو د ښکاره محدودیت لګولو غوښتنه کوي.

د ۱۳۹۸ مالي کال د قطعیې پر سند د پلټنې عالي ادارې راپور هم ښیي، چې په ۱۳۹۸ل کال کې د ۹۱ پالیسي کوډ څخه ملي بودجه د اتو ادارو له خوا ۱۴ عمده مواردو کې مصرف شوې ده. په ۱۳۹۸ل کال کې د ۹۱ پالیسي کوډ بودجه په «اپراتیفي لګښتونو»، ګوندي فعالیتونو، د کور کرایې، د زرهې موټرو پېرلو، د خپلواکۍ جشن لګښتونو، مشورتي لویې جرګې، د عالمانو سفر لګښتونو، معاشونو، امتیازونو، مرستو او نور برخو کې مصرف شوې ده. د ۹۱ کوډ د بودجې لګښتونو چوکاټ ښیي، چې له ۱۰۰ میلیونو ډېرې افغانۍ د «حزب اسلامی» لګښتونو ته ځانګړې شوې دي.

د لګښتونو زیات جزیات روښانه نه دي. په ځانګړي ډول دا څرګند نه دي چې د ګوندي فعالیتونو، کور کرایو، د سفر خرچې او د زرهې موټرو پېرلو برخو کې د بودجې لګښت چا ته او د څه لپاره تر سره شوی دی. دغه لګښتونه د اتو ادارو په ترتیب سره د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې، د ملي امنیت لوی ریاست، اجراییه ریاست، ملي امنیت شورا او نورو له خوا شوې دي.

اطلاعات روز له مالیې وزارت څخه د ۹۱ پالیسي کوډ لګښتونو برخه کې ډېر جزیات غوښتي. خو دا اطلاعات لا تر اوسه نه دي را رسېدلي.

د ۹۱ پالیسي له کوډ څخه د لګښت عمده جزیات – د ۱۳۹۸ل ملي بودجه

عمومي بدلونونه

د کال د منځ د لږې او ډېرې ارزونې او د کال د روانو بدلونونو پر بنسټ، په ټوله کې له عادي احتیاطي بودجې د هغې له ابتدایي یا لومړۍ ټاکلې بودجې څخه اته میلیارده او ۵۰۰ میلیونه افغانۍ زیاتې مصرف شوې دي. د کال لومړیو کې په عادې بودجه کې ټاکل شوې احتیاطي بودجه له ۱۱ میلیارد او ۷۳۰ میلیونو څخه زیاتې افغانۍ دي. له بدلون وروسته د عادي بودجې تر مجموعې یا ټولګې لاندې د احتیاطي بودجې کچه له ۲۰ میلیاردو او ۲۳۰ میلیونو ډېرو افغانیو ته رسېدلې ده. له دې منځه له ۱۹ میلیارده او ۲۷۰ میلیونو څخه زیاته بودجه مصرف شوې ده.