۲۲ طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

ننګرهار کې ۲۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ننګرهار کې ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت شېرزادو ولسوالۍ کې افغان ځواکونو سره د وسله والو طالبانو نښتو کې، د دې ډلې ۱۵ غړي وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (پنجشنبه، ۱۵ لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تیره ورځ وسله والو طالبانو د شېرزادو ولسوالۍ اړوند «کچړې» سیمه کې هغه مهال پر افغان ځواکونو برید وکړ، چې د ګزمې په حال کې ول.

د ښاغلي خوږیاڼي په وینا، د افغان ځواکونو په ځوابیه برید کې ۱۵ وسله وال طالبان ووژل شول او ۷ نور ټپي شوي دي. خوږیاڼي زیاته کړه: «تیره ورځ وسله والو طالبانو شیرزادو کې پر امنیتي ځواکونو د ګزمې پر مهال برید کړی، چې د رامنځته شوې نښتې پایله کې دویشت وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.»

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار د هېواد ختیځ کې یو ناامنه ولایت دی، چې په ځینو برخو کې یې طالبان فعاله حضور لري. دغه راز ځینې نورې دولت ضد ډلې هم دغلته فعالې دي.