اشرف غني یایډن ته مبارکي ویلې

ولسمشر غني او عبدالله د امریکا ټاکنو کې جوبایډن ته د بریا مبارکي ویلې

ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند نوماند ته د بریالي کېدو مبارکي ویلې ده.

ښاغلي غني نن (یکشنبه، ۱۸ لړم) په یو ټویټ کې لیکلي، چې افغانستان په دې هېواد کې د امریکا څو اړخیزه سټراټیژیکو مرستو، له هغې ډلې له ترهګرۍ سره مبارزې او افغانستان ته د سولې راوستلو برخو دوام پسې دی.

په ورته مهال، د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د امریکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې د جو بایډن «پام وړ بریا» مبارکي ویلې ده.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د ډیموکرات ګوند نوماند جوبایډن، د امریکا اوسني ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ته د امریکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې ماتې ورکړې ده.

د راپورونو له مخې، جوبایډن د ۷۴ میلیونه رایو په ترلاسه کولو، د بریا لپاره د لازم نصاب ۲۷۰ الکټرال رایې پوره کړي دي. د بایډن له خوا د ۷۴ میلیونه رایو ګټنه د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې د یو نوماند تر ټولو لوړې رایې دي.

اخوا بیا، ډونالډ ټرمپ هم توانېدلی، چې له ۷۰ میلیونو ډېرې رایې ترلاسه کړي. د ټرمپ رایې هم د تاریخ دویمې ریکارډي رایې دي.