کاکا مراد؛ د افغانستان اوبو مدیریت اتل

کاکا مراد؛ د افغانستان اوبو منابعو مدیریت اتل

برکت الله اریوبي

 ۷۳ کلن سپین ږیری جاپانی الاصله ډاکټر تتسو ناکامورا شاوخوا ۳۰ کاله مخکې افغانستان ته د بشرپاله خدمتونو په موخه راغلی وو. ده طب لوستی و. د جاپان مشهور پوهنتون «کیوشو» څخه فارغ وو. ده په لومړي ځل ۱۹۸۴ لمریز کې په پاکستان کې د «جذام» ناروغۍ مخنیوي په موخه دنده پیل کړه. دا چي افغان کډوالو سره یې راشه درشه ډیره وه او عمدتاً مراجعین یې افغانان وو، نو ځکه ده وپتيله، چي افغانستان ته راشي او په طب برخه کې دلته خدمت وکړي.

نوموړي په لومړي ځل افغانستان کې په ۱۹۹۱ل کې کلینیک پرانیست او ډلې ډلې خلک به د تداوۍ په موخ ورتلل. دا هغه کلونه وو، چي د افغانستان ختیځ او سویلي سیمې وچکالۍ وځپلې او د صحي خوړو او اوبو نشتون بیلابیل امراض څوچنده کړې ول، د دې ناروغیو لویه برخه افغان ماشومان وو. ناکامورا پوه شو، چي د دي امراضو اصلي علت بل څه دی نو ځکه یې د ستونزې رېښې له منځه وړلو په فکر کې شو. نوموړې وویل، چي ( لوږه او تنده په دوا نه درمانیږي) اړتیا ده چي په دي اړه نور کارونه ترسره شي او په دي توګه یې د صحي اوبو او خوړو چمتو کولو په موخه خپل مسلک ته تغیر ورکړ. افغانانو ته د صحي اوبو په چمتوکولو بوخت شو. کرنې په برخه کې یې فعالیت ګړندی کړ او په نورو برخو لکه اوبو رسونې، چاپیریال ساتنې، سیلاب مخنېوي او… برخو کې له افغان ولس سره بېسارې مرسته او همدردي کړي ده. همدا مرستې باعث شوې، چي افغانان د مینې اظهار په موخه د « کاکا مراد» لقب ورکړي.

کاکا مراد د ماشومانو درملنې پر مهال
انځور: له ګوګله

ناکامورا په تیرو ۳۰ کلونو کې توانیدلی و، چي په هېواد کې د زارعتي او پاکو اوبو ته د لاسرسي په موخه ۱۶۰۰ څاګانې وکېندي، په لسګونو نور واړه بندونه جوړ کړي، تر څو له یوي خوا افغانستان خپلې اوبه مهار کړي او له بله اړخه هغوی، چي د پاکو اوبو جدي ستونزې سره مخ و، ورته رسیدنه شوي وي.

په زرګونو جریبه ځمکې، په ختیځ کې د ده له برکته خړوبي شوي او په دې توګه زراعت تقویت شو. د ده پروژو څخه په زرګونو خلک مستفید شول او خلکو وکولای شول پاکو اوبو او صحي خوړو ته لاسرسۍ پیدا کړي. په لسګونو پلونه او پلچکونه یې ورغول تر څو افغانان ترې ګټه واخلي او ځمکې یې اوبه خرابي نه کړي. په سلګونو جریبه شاړې ځمکې او دښتې یې ابادې کړي، چي ښه بیلګه یې د «مروارید کانال» جوړېدنه وه. مروارید کانال که ورغول شي په زرګونو هکتاره شاړه ځمکه به اباده شي. ورسره به د سیمې خلکو د ژوند سطحه لوړه شي. د کابل لویې سیندنیزې حوزې اوبه به لږ تر لږه مدیریت او مهارې شي. لیکن دی یې پرېنښود، چي دا کانال بشپړ کړي.

ختیځ کې زرګونه جریبه ځمکې د کاکا مراد له برکته خړوبه شوي.
انځور: له ګوګله

د ناکامورا تر ټولو ستره پروژه چې د ننګرهار کوز کونړ (ښېوې) ولسوالۍ کې يې ترسره کړې د ۱۲ اشاريه ۴ کيلومتره په اوږدوالي د مرواريد کانال رغول دي، چې ۳زره هکټاره ځمکه يې خړوبه او له يوې سپېرې دښتې يې د سبزيجاتو د حاصلاتو راټولولو ستر مرکز جوړ کړ. دا کانال پوره شپاړلس کاله وړاندې جوړ شوی و، د کونړ له سينده يې سرچينه اخيسته، چې د ژوند وروستیو ورځو کې یې يو ځل بيا د ۷۰۰زره ډالرو په لګښت د بيارغونې چارې پيل کړې وې، خو دغه ارمان يې پوره کېدو ته پرېنښودل شو.

د ننګرهار ښېوې ولسوالۍ کې د مروارید کانال، چې زرګونه جریبه ځمکو ته پرې اوبه ورځي.
انځور: له ټولنیزو پاڼو

افغان حکومت د ده صادقانه خدمتونو په مقابل کې ده ته افتخاري تابعیت ورکړ او په دي توګه له افغانانو سره د ده معنوي اړېکه نوره هم مظبوطه شوه، لیکن ظالمانو ډیر ژر له افغانانو خپل معنوي ورور جدا کړ او د تل لپاره یې موږ، بې له کاکا مراده کړو.

ډاکټر ناکامورا یو داسې شخصیت وو، چې د رهبرۍ او مدیریت غښتلې وړتیا یې لرله، د افغان ولس کلتور او دین ته یې احترام لاره او تل به یې ویل که غواړئ خیریه چارې په ښه ډول ترسره کړئ یادو برخو ته باید پاملرنه وکړئ. افغان ولس ته یې دا په ډاګه کړه، چې څنګه کولی شي د خپلو طبیعي سرچینو څخه په ښه او سمه توګه ګټه پورته کړي.

نوموړي په ننګرهار کې د کانال جوړولو په برخه کې عملاً د عامو  خلکو سره هر ډول کار کولو ته ملا پخپله تړلې وه. تر دې چې د کانال جوړولو پر وخت عام کارکوونکي د امریکايي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د ترسره کېدونکو شخړو او بمباریو له ستر ګواښ سره مخ وو او یو ځل داسې هم وشول، چې امریکايي ځواکونو په هغه سیمه، چې دوی پکې د کانال جوړولو چارې ترسره کولې، د هوا څخه د مرمیو باران پرې جوړ کړ، مګر د ډاکټر ناکامورا غښتلې اراده یې ونه ځپله او د نوموړي دې کار عامو کاریګرو ته د لا کار کولو جرئت ورکاوه. دلته ده، چې د ریښتونې او حقیقي سولې اتل په څرګنده توګه په ډاګه کېدلی شي. یوه هغه ډله، چې د عامو خلکو بمباریو ته کار وايي، او په خپلو درواغجنو وعدو په میلیاردونو ډالرو مصرفولو سره بیا هم نه شي کولی ان د افغان ولس د بې وزلۍ کچه را ښکته کړي، مګر برعکس وژنو او وېرولو ته کار وايي، بله خوا د ګمبیري ډاګ هغه زمری (ډاګټر ناکامورا) چې په یواځې ځان یې د افغانستان د ټول نفوس دوه سلنه (۶ لکه) وګړو ته یوه وچه بیدیا نه یوازې خړوبه کړه، بلکې هغوی ته یې د «مسجد» او «مدرسې» تعمیرونه هم جوړ کړل، چې شاوخوا ۸۰۰ زده کوونکي په کې زده کړې کوي او په یاده سیمه کې د جګړو پر ځای سولې او ښې راتلونکې ته لاره هواروي.

تیتسو ناکامورا په خپله د کار پر مهال
انځور: له ګوګله

افغانان خو د تیرو څو لسیزو بي ثباتیو او ناامنیو له کبله نه دي توانیدلې په خپله خپلې اوبه مدیریت کړي او کابو ۸۰ سلنه اوبه یې له حساب او کتاب پرته ګاونډیو ته بهیږي، دا چي هغه په دي برخه کې ډیر ممد او موثر و، هغه یې هم له مخې لېرې کړ او دا یې یقیني کړه، چي هر هغه هڅه چي په هېواد کې د اوبو منابعو مدیریت په برخه کې ترسره کیږي ګاونډیان به یې ضرور مخه نیسي، پروژې به سبوتاژ کوي او په دې توګه به ناامنۍ ته لمن وهي.

کاکا مراد د اوبو منابعو مدیریت پر سر نه لومړنی قربانې دی او نه به هم وروستی هغه وي. په تیر کې هم په ځلونو داسي شوي دي. تر ناکامورا وړاندې په ۲۰۰۸ل کال کې د (PMS) په نوم د دغې جاپانۍ موسسې يو بل کارمند «ايتو» هم د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې وژل شوی و. هغه خلک او ډلې، چي د افغانستان اوبو منابعو مدیریت کې موثره وي له منځه به ځي او په یو او بل نوم به وژل کیږي. متاسفانه دا لړۍ به دوام پیدا کوي او ګاونډیان به هڅه کوي، چي په دوامداره توګه د افغانستان اوبه بې له حساب او کتاب دوی ته وبهیږي او ورڅخه په وړیا توګه ګټه واخلي.

ناکامورا ۳۰ کاله پخوا داسي هېواد ته راغی، چي وګړو یې (افغانانو) غوښتل د اور لمبو ژغورلو په موخه له خپل وطن پښې سپکې کړي، خو ده همدې اور ځمکې ته د خدمت په موخه مټې رابډ وهلې. ده کولای شوای دلته رانه شي. ارام او هوسا ژوند انتخاب کړي. له خپلې کورنۍ سره یوځای واوسي، لیکن خپله هوساینه یې د بشریت په خدمت کې ورکړه او د افغانانو درد ملهم په موخه له خپلې ارامۍ تیر شو. په مقابل کې یې موږ څه ورکړل؟

کاکا مراد د ۱۳۹۸ل کال د لیندۍ میاشتي په ۱۳مه نېټه د ننګرهار په زړه کې له خپلو ساتونکو سره یو ځای په ګولیو سوری سوری شو. هغه مو د تل لپاره ارامه کړ او د ژوند حق مو ورڅخه واخیست.

تیتسو ناکامورا د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د وسله والو برید کې لومړی ټپي او بیا یې روغتون کې ساه ورکړه.
انځور: له ګوګله

په دي خاوره کې خو د ژوند حق اخیستل ډیر اسان او ارزان دی. هر څوک کولای شي په ډیره اسانۍ خدای ورکړي حق له یو انسان څخه سلب کړي. بیلابیل توجیهات ورته پیدا کړي. د تروریست، حکومت پلوي په یو او بل نوم یې ووژنې، لیکن د کاکا مراد مرګ خو په نه اسلامي حقوقو او نه هم په معاصرو غربي حقوقو کې جواز لري. نه دغسې عمل لپاره کومه توجیه شته، بلکې د ده د قتل یواځینۍ انګېزه د «اوبو منابعو مدیریت» کېدلای شي او بس.

دا چي کاکا مراد د افغانستان اوبو منابعو مدیریت په موخه کومې هلي ځلي کړي دي، زه په جرات ویلای شم، چي هیڅ بومي « اصلي» افغان نه دي کړي نو ځکه مناسبه ده، چي د افغانستان اوبو منابعو مدیریت «اتل» یې وبولم.

له حکومت څخه جدي غوښتنه ده، چي دا قضیه همداسي پټه پاتي نه شي، مرتکبین یې معلوم او د قانون منګولو ته وسپارل شي. د ده په یاد دې یو یادګار جوړ شي. جادې او سړکونه دې د ده په نوم شي او هم دې د افغانستان اوبو منابعو مدیریت اتل رسمي لقب ورکړل شي.