ننګرهار کې د بوداییزم پیرلرغوني توکي او ودانۍ موندل شوي

د جلال اباد ښار اړوند د سبزاباد په تاریخي غونډۍ کې چې له تېرو درې کلونو راهیسې په کې د لرغونو توکو موندلو پسې کندنې رواني دي، د چارواکو په وینا تر دا دمه ۲۳۶ بیلابیل لرغوني توکي او وداني په کې موندل شوي، چې ان ځينې يې تر میلاد وړاندې دي.