د ننګرهار ولایتي چارواکي په دې ولایت کې د ځانمرګي بریدګر د یو واسکټ په ګډون د ګڼ شمیر چاودیدونکو توکو د نیول کیدو خبر ورکوي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان نن (دوشنبه،۱۹ لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، پولیسو یې تیره ورځ د چپرهار ولسوالۍ په «شولانې» سیمه کې عملیات ترسره کړي، چې پر مهال یې ځانمرګي بريد ته چمتو شوی له چاوديدونکو توکو ډک يو واسکټ او دوه بيلرونه، د هاوان سرګلولې، دوه بمونه، ساچمې، نظامي يونيفورم، د ماينونو جوړولو لارښود او ګڼ شمېر نور توکي ترلاسه کړي دي.
فرید خان زیاته کړه:« پولیسو د چپرهار په شولانې سیمه کې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د ځانمرګي واسکټ په ګدون ګڼ شمیر چاودیدونکي توکي ترلاسه شوي.»
تراوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.