کندهار ولایت کې سیمه ییز مسوولین تاییدوي، چې د دې ولایت د پولیسو قوماندانۍ ته نږدې د طالبانو یو موټر بم چاودنې له امله، یو ملکي وګړی وژل شوی دی.
د کندهار پولیسو قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه چاودنه تېره شپه (یکشنبه، ۱۷ لړم) شاوخوا ۸:۰۰ بجې د میوند ولسوالۍ پولیسو قوماندانۍ لومړي قراول سره رامنځته شوې ده.
ښاغلي بارکزي زیاته کړه، په دې پېښه کې د دریو پولیسو او ۱۳ ملکیانو په ګډون ۱۶ تنه ټپي شوي دي.
په همدې حال کې د کندهار عامې روغتیا مشر طاووس نادري اطلاعات روز ته وویل، چې تر اوسه یو وژل شوی او ۳۶ ټپيان د یادې پېښې له ځایه د میوند ولسوالۍ او کندهار ښار روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
هغه وویل، چې وژل شوې یوه ښځه او ملکي ده.
خو ښاغلي نادري ټینګار وکړ، چې د دې پېښې مرګ-ژوبله له دې ډېره ده.
له بلې خوا، د کندهار پولیسو قوماندانۍ ویاند زیاته کړه، چې په دې پېښه کې د ملکي وګړو ځینې کورونه هم زیانمن شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ارغنداب ولسوالۍ «سرکاري» سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې یو ملکي وژل شوی او یو بل ملکي ټپي شوی و.
له هغې یوه ورځ وړاندې (شنبه، ۱۷ لړم) هم د دې ولسوالۍ تابین کلي کې په سړک غاړې ماین چاودنه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ملکیان ټپي شوي ول.
د کندهار پولیسو قوماندانۍ د دې ټولو پېښو مسوولیت پر طالبانو ډلې اچوي.
خو دې ډلې لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
کندهار د هېواد سوېل کې یو نا امنه ولایت دی، چې طالب جنګیالي یې په ځینو برخو کې فعاله حضور لري.