پکتیا کې موټر بم چاودنه

پکتیا کې موټر بم هدف ته تر رسېدو وړاندې په نښه او چاودنه یې کړې

د پکتیا ولایتي مسوولین وایي، پولیسو د دې ولایت مرکز ګردېز کې یو موټر بم هدف ته تر رسېدو وړاندې په نښه کړی او چاودنه یې کړې ده.

 د پکتیا امنیه قوماندانۍ د امنیت امر لطف الله کامران اطلاعات روز ته وویل، دغه پېښه تېره ورځ (یکشنبه، ۱۸ لړم) ماښام شاوخوا ۶:۰۰ بجې د دې ولایت مرکز ګردېز ښار کې رامنځته شوه.

د ښاغلي کامران په وینا، د یاد موټر بم موخه د ګردېز ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند مومین خېلو سیمه کې د پولیسو دریم سمت ماموریت و، خو د پولیسو له خوا تر پېژندنې سره سم په نښه او چاودنه یې کړې ده.

په سیمه کې د اطلاعات روز د خبریال په وینا، په دې برید کې یادې امنیتي پوستې ته له لږ زیان پرته، پولیسو ته کوم زیان نه دی اووښتی، خو سیمه کې ځینې خلک ټپیان او کورونو ته یې مالي زیانونه اووښتي. دغه راز په دې سیمه کې یو جومات هم زیان لیدلی دی.

د پکتیا ولایت رسنیو دفتر خپره کړې خبرپاڼې له مخې، په دې برید کې د دوو جوماتونو په ګډون له ۵۰ زیات کورونه زیانمن او له ۳۰ زیات ماشومان، ښځې او لویان ټپي شوي دي.

دا د دولت ضد وسله والو له خوا په تېره يوه اونۍ کې درېیم موټر بريد دی، چې پر امنيتي پوستو تر سره کيږي.

وسله والو طالبانو او یا بلې دولت ضد ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.