اطلاعات روز په پښتو ژبه

اطلاعات روز ورځپاڼې په پښتو ژبه خپل فعالیت پيل کړ

د اطلاعات روز ورځپاڼې پښتو برخې خپل فعالیت نن (دوشنبه، ۱۹لړم) په رسمي توګه پیل کړ.

دغه رسنۍ یوه انلاین ورځپاڼه ده، چې له دې وروسته به په پښتو ژبې هم خپرونې لري. د اطلاعات روز په دې برخه کې خبرونه، راپورونه، انځوریز راپورونه، شننې او نور مطالب او دغه راز د اطلاعات روز دري سایټ مهم خبرونه، راپورونه، شننې او نور ژباړل کیږي او خپریږي.

په ورته مهال به د اطلاعات روز پښتو څانګه هرو خبرونو او کیسو پسې وګرځي، چې ټول افغانستان کې په ځانګړي ډول پښتانه مخاطبین ورته اړتیا لري.

د اطلاعات روز ورځپاڼې پښتو برخې انلاین پته https://www.etilaatroz.com/ps/ او ټوېټر کې په دې پته  https://twitter.com/Etilaatroz د لاسرسي وړ ده.

اطلاعات روز ورځپاڼه کابل کې یو خپلواکه رسنۍ ده، چې له تېرو نهو کلونو راهیسې فعالیت کوي. د اطلاعات روز خبریالان، رپورټران، شنونکي، ژباړونکي او مدیران هره ورځ او لږ تر لږه ۲۴ ګړۍ د افغانستان پېښې د خبر، راپور، شننې، ژباړې او انځوریزو راپورونو اډانه کې، په ټول افغانستان او نړۍ کې خپلو میلیونونه مخاطبینو ته رسوي.