پکتیا کې ملي امنیت

امنيتي ځواکونو پکتیا کې د حقاني شبکې اړوند زياته اندازه وسلې او مهمات نيولي

د پکتيا ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د ملي امنيت رياست سرتېرو نن (سه شنبه، ۲۰ لړم) د حقاني شبکې اړوند زياته اندازه وسلې او مهمات نيولي دي.

د دې رياست مسولين وايي، چې دا وسلې په يوه هينو موټر کې ځای پر ځای شوې وي، چې د دوی په هدفي عملياتو کې د ګردېز په مربوطاتو کې نيول شوې دي.

د عملياتي ټولي قومندان اسمعيل وويل، چې يادې ډلې هوډ درلود څو دا وسلې د بېلابېلو تخريبي کړنو لپاره پلازمېنې کابل ته ولېږدوي.

نوموړی وايي: «دا د ابوعبيده تروريستي ډلې مربوط دي، د عاملينو د نيولو لټه روانه ده او ان شاالله ژر به ونيول شي.»

د پکتيا والي محمدحليم فدايي وايي، چې په دې نيول شويو وسلو کې ۲۷ بې غږه کلاشينکوفونه، د ۶ بې غږه توپانچو په ګډون ۳۶ توپانچې، ۳ بم غورځوونکي، ۲۱ بکسې مرمۍ او ځينې نور مهمات شامل دي.

فدايي وويل: «طالب ترهګر د پنجاب په مستقيم امر لا هم د مردودې جګړې په دوام د افغانانو وژل غواړي، خو زړور افغان ځواکونه به يې د خدای په نصرت مخه نيسي.»

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.