د افغانستان کرکټ پیلیز توپ وهونکی نجیب الله تره کی خاورو ته وسپارل شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیلیز لوبغاړی نجیب الله ترکی، چې ټرافیکې پېښې له امله د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار په یو روغتون کې بستر و، د ۲۹ کلونو په عمر ساه ورکړه. تره کی په همدې ولایت کې خپلې پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.