پکتیا سید کرم

پکتیا کې طالبانو سره نښته کې دوه پاڅونوال وژل شوي

پکتیا ولایت کې امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت په سيدکرم ولسوالي کې د وسله والو طالبانو او پاڅون کوونکو ترمنځ نښته کې دوه پاڅونوال وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د پکتیا امنیه قوماندانۍ د امنيت امر لطف الله کامران وايي، دغه پېښه تېره شپه (چهارشنبه، ۲۱لړم) د سید کرم ولسوالي په «خڼخېلو» سيمه کې رامنځته شوې ده.

د کامران په خبره وسله والو طالبانو پر یاده پوسته ډله ییز برید کړی و.

نوموړی ادعا کوي، چې په نښته کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ-ژوبله اووښتې، خو کره شمېر یې نه لري.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

پکتیا د هېواد په سوېل ختیځ کې یو ناامنه ولایت دی، چې په ځینو سیمو  کې یې طالبانو ډله فعاله شتون لري.