ننګرهار کې د افغان ځواکونو ځوابیه برید کې ۲۲ طالبانو ته مرګ-ژوبله اووښتې

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو چارواکي وایي، چې د ننګرهار ولایت په حصارک ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د ملي اردو پر ځواکونو بریدونه کړي، چې په ځوابیه برید کې یې ۲۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول هارون یوسفزي نن (شنبه،۲۴ لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، وسله والو طالبانو تیره شپه په حصارک ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي، چې په ځوابیه بریدونو کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

یوسفزي زیاته کړه: «تیره شپه وسله والو طالبانو د ملي اردو پر ځواکونو بریدونه وکړل، چې په ځواب کې یې افغان ځواکونو له لوري پنځلس وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي. افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

حصارک د ننګرهار یو له ناامنه ولسوالیو څخه ده، چې له تیرو څو ورځو راهیسې په کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړې دوام لري.

وسله والو طالبانو تراوسه د بیګانۍ شپې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار د هېواد یو له ناامنه ولایتونو دی، چې طالبانو ډ‌له یې په ځینو برخو کې فعاله حضور لري.