د ننګرهار د کانال ریاست مسوولین وایي، سږکال به د زیتونو کابو پنځه سوه ټنه حاصل تر لاسه کړي.
د یاد کانال اړوند د ننګرهار وادي شرکت مطبوعاتي مسوول سید همایون غریبمل نن (شنبه، ۲۴ لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دوی تمه لري چې سږ کال به د زیتونو له باغونو څخه «۵۰۰» ټنه حاصلات ترلاسه کړي.
د ښاغلي غریبمل په وینا، دوی د سږنیو زیتونو له لس ټنو څخه اچار او ۴۹۰ ټنو څخه به يې له پروسس وروسته تېل تولید کړي.
غریبمل زیاته کړه: «سږکال تمه لرو، چې د زیتونو حاصلات به زیات شي او اټکل مو کړی، چې ۵۰۰ ټنه حاصلات به ولرو.»
ښاغلی غریبمل وایي، د ننګرهار کانال په ۳۱۰۰ هکتاره ځمکه کې، چې يو مهال د زيتونو بوټو شتون درلود اوسمهال يواځې ۱۷۲۰هکتاره ځمکه کې له ونو څخه زيتون ترلاسه کيږي.
هغه وایي په پلان کې لري چې ننګرهار کې په ۸۷ هکتاره ځمکه کې تازه د زيتونو نوي بوټي کينوي.