ښوونځی

په سړو سیمو کې له ټاکلي وخت وړاندې ښوونځي په ژمنۍ رخصتۍ ځي

د هېواد پوهنې وزارت مسوولین وایي، د واورې او باران ورېدو او سړې هوا له امله د سړو سیمو ښوونځيو له لومړي تر شپږم ټولګي د لیندۍ په لومړۍ او له اووم تر ۱۲ام ټولګي د لیندۍ په ۱۵مه رخصتیږي.

د پوهنې وزارت ویاندې نجیبې ارین نن ورځ (یکشنبه، ۲۵ لړم) اطلاعات روز ته وویل، چې په ډېرو سړو سیمو کې هم ښوونځي د لیندۍ له لومړۍ نېټې په ژمنیو رخصتیو ځي.

اغلې ارین زیاته کړه، چې د ۱۳۹۹ل زده کړه ییز کال د یو وروستۍ او کلنۍ ازموینې تابع دی، چې د ۱۳۹۹ل تعلیمي کال لومړیو کې پیلیږي.

د هغه په وینا، د ټولو دولتي او خصوصي عمومي تعلیماتو ښوونځي، مدرسې او دارالحفاظونه اړ دي، څو دا لارښوونې ومني او په دې اړه مخکینۍ لارښوونې له منځه لاړې.

د ۱۱ او ۱۲ ټولګیو زده کوونکو پر مخ د کرونا ویروس له امله تړلي ښوونځي، د وږي په شلمه پرانستل شول. دغه راز له لومړي تر لسم ټولګي د تلې په دولسمه پرانستل شول.

په هغې وخت کې د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت اطلاعات روز ته ویلي و، چې په سړو سیمو کې حضوري درسونه د لیندۍ تر ۳۰مې د پلي کېدو وړ دي او له هغې وروسته زده کوونکي به د کب تر ۱۴مې په ژمنیو رخصتیو ځي.

هغې دغه راز ویلي و، چې د هېواد تر ټولو سړې سیمې چې د دوو ولایتونو او ځینې ولسوالۍ او سیمې کیږي، د دولتي ښوونځیو د لومړي تر لسم ټولګیو د لړم تر ۳۰مې دوام کوي او له هغې وروسته د کب تر ۳۰مې په ژمنیو رخصتیو ځي.