کندوز دشت ارچي

کورنیو او دفاع وزارتونو د طالبانو په لاس د کندوز «دشت ارچي» ولسوالۍ سقوط رد کړ

د هیواد کورنیو چارو او دفاع وزارتونو د طالبانو په لاس د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ سقوط رد او ویلې یې دي، چې یادې ولسوالۍ ته یې تازه دمي ځواکونه رسېدلي.

کورنیو چارو وزارت ویلي دي، چې دشت ارچي ولسوالۍ ته یې د کمانډویانو په ګډون ځواکونه لېږلي او دمګړۍ د ولسوالۍ مرکز کې شتون لري.

اخوا د دفاع وزارت هم په نننۍ (دوشنبه، ۲۶لړم) خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې اوس مهال جنګ د ولسوالۍ مرکز څخه لېرې روان دی.

دغه وزارت ټینګار کوي، چې دغه سیمې به د طالبانو له شتونه پاکې شي او حالت به عادي شي.

له دې وړاندې، د کندوز ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي ویلي و، چې د کندوز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط شوې ده.

ښاغلي ایوبي نن ورځ (دوشنبه، ۲۶لړم) اطلاعات روز ته وویل، اوس مهال د پولیسو قوماندانۍ او دشت ارچي ولسوالۍ ودانیو په ګډون د دې ولسوالۍ مرکزي نقطې د طالب جنګیالیو په لاس سقوط کړی دی.

هغه وویل، طالبانو دوه شپې وړاندې پر دې ولسوالۍ له څلور خواوو بریدونه پیل کړي ول.

خو د کندوز والي ویاند عصمت الله مرادي بیا د طالبانو په لاس د دې ولسوالۍ سقوط رد کړ. هغه اطلاعات روز سره خبرو کې وویل، دمګړۍ هلته د دولتي ځواکونو او طالب جنګالیو ترمنځ جګړه روانه ده او مرستندویه ځواکونه هم هلته ور رسېدلي دي.

هغه دغه راز وویل، په دې نښتو کې اته طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپي شوي دي.

ښاغلي مرادي په ورته مهال، په دې نښتو کې د پوځ دریو سرتېرو وژل هم تایید کړل.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دشت ارچي د کندوز ښار شمال ختیځ لور ته په ۱۴۰ کیلو مټرۍ کې یو نا امنه ولسوالي ده. دا څلورم ځل دی، چې دغه ولسوالۍ په تېرو پنځو کلونو کې د طالبانو له خوا سقوطیږي.

طالبانو له دې وړاندې، د تېر کال د وږي په ۱۶مه دغه ولسوالۍ نیولې وه او د تلې په ۱۹مه بېرته د دولتي ځواکونو لاس ته ورغله.