ګردېز بالاحصار

ګردېز بالاحصار د ويجاړېدو په حال کې دی

خبریال: امید اشنا

د پکتيا ولايت د اطلاعاتو کلتور رياست وايي، چې د ګردېز خورا لرغونی بالاحصار په ناوړه وضعيت کې دی او کابو ټولې برخې يې د ويجاړېدو په حال کې دي.

دوی وايي، چې د هېواد د دې مهمې کلتوري یا فرهنګي ابدې د خوندي کولو لپاره بايد جدي ګامونه واخيستل شي.

ګردېز بالاحصار، چې د تاريخ د پاڼو په استناد لسګونه پېړۍ وړاندې د «زمر» په نوم د يوه پاچا له خوا د ګردېز په زړه کې جوړ شوی، اوس د ويجاړېدو له جدي ګواښ سره مخ دی.

دا بالاحصار د ښار په زړه کې پر کابو ۴۰ متره لوړه غونډۍ د ۲۲۰ متره په سور او ۳۵۰ متره په اوږدوالي جوړ شوی دی.

طبيعي پېښې او همدومره بل لوی ګواښ د دغه بالاحصار تر څنګ د غير قانوني کورونو جوړېدل دي، چې دې تاريخي ابدې ته يې تهديد پېښ کړی دی.

د شاه محمود غزنوي د امپراتوري په وخت کې به چې غزنويان له غـزني هند ته تلل، نو لومړی تمځای به يې همدا تاریخي کلا وه.

ګردېز بالاحصار

د پکـتيا فرهنګيان، ليکوالان، خبريالان او د ادب مينه وال له اطلاعاتو او کلتور وزارت او يونسکو سازمان څخه غواړي چې د سيمې په کچه د دې مهمې تاریخي ابدې په ساتنه کې خپل مسووليت تر سره کړي.

دوی وايي، که په دې ځای کې د زون په کچه موزيم او د سيل ځای جوړ شي، نو اړوندې ادارې ته به ترې په کلني ډول کافي عوايد هم په لاس ورشي.

د پکـتيا پوهنتون استاد، ليکوال او شاعر اسمعيل لاروی ګردېز بالاحصار د هېواد په کچه يو له نادرو تاريخي ابدو يادوي او وايي چې له دې کلا د ګردېز د ساتنې او د پخوا زمانو د جنګي کاروانونو د دمه ځای کار اخيستل شوی دی.

لاروی د بالاحصار اوسنی حالت اندېښمنوونکی بولي او وايي چې د تاريخي ځای په توګه يې سمه ساتنه او پالنه نه ده شوې.

نوموړي وويل: «د دې بالاحصار د پېژندنې لپاره بايد اقلا يو علمي سيمينار داير شوی وای، چې خلکـو ته يې واقعي تاريخ او هغه زمانې، مدنيتونه او سلطنتونه ورپېژندل شوي وای، چې په دې بالاحصار يا د دې په شتون کې تېر شوي دي، خو تر اوسه نه يوازې دا، بلکې لږ تر لږه د بالاحصار د تخريب مخنيوی هم نه دی شوی.»

د ګردېز اوسيدونکي د هېواد دې لرغوني ابدې ته د دولت پر نه پاملرنه سخته نيوکه کوي او وايي چې د دې بالاحصار د رغونې په اړه څو ځله ژمنې شوې، خو تر اوسه هېڅ يوه نده عملي شوې.

د ګردېز د درېيمې ناحيې اوسيدونکی فضل الحق وايي، چې په پکتيا کې زيات تاریخي ځايونه او سيمې شته، چې له ډلې يې بالاحصار نه يوازې د هېواد، بلکې د سيمې په کچه يو له ډېرو مهمو ځايونو څخه دی، خو تر اوسه يې ساتنې او رغونې ته هېڅ پام ندی شوی.

نوموړي وويل: «مشخص بوديجه دې ورته وټاکي او جدي کار دې پرې وکړي، دا زموږ د فرهنګ او تاريخي هويت لپاره اساسي ارزښت لري.»

د ګردېز بالاحصار تاریخي ابده، چې د له منځه تلو حال کې ده

مدني فعاله نرګس وجدان خواشينی څرګندوي چې ګردېز بالاحصار د ډېرو پېړيو په بېلابېلو حالاتو، جګړو او بې نظاميو کې روغ پاتې شوی، خو اوسمهال د دولت په شتون کې ويجاړيږي.

وجدان وويل: «د بالاحصار تخريب شوي ځايونه بايد بېرته ترميم شي او د لا خرابي مخه يې ونيول شي.»

فرهنګي ځوان عزيزالرحمن شفق اړوندې ملي او نړيوالې ادارې، په تېره يونسکو سازمان د ګردېز بالاحصار د ساتنې په برخه کې په ناغيړي تورنوي او اندېښنه څرګندوي چې هر کال د ژمي په موسم کې د بالاحصار ځينې برخې نړيږي او سږ بيا د ژمي په راتلو د دې چارې د مخنيوي لپاره کوم عملي اقدام نه دی شوی.

که څه هم ولسمشر غني د ۱۳۹۷ل کال د وري په ۱۲ نېټه ګردېز ته د سفر پر مهال ژمنه کړې وه، چې تر راتلونکو شپږ مياشتو به د ګردېز لرغوني بالاحصار د ترميم چارې پيل شي، خو له هغه راهيسې د شاوخوا دوه نيم کلونو په تېرېدو لا هم يادې چارې ندي پيل شوې.

پکتياوال له دې امله هم نيوکه کوي او وايي سره له دې چې اړوندې ادارې پوهيږي دا سيمه د تېر هېر مدنيت يو سمبول دی، خو بيا يې د ساتنې په اړه ناغيړي کوي.

ليکوال احسان کمال اطلاعات روز ته وويل: »د اطلاعات و کلتور وزارت مرستيال باوري صيب هم چې ګردېز ته راغلی و، ويل يې ډېر ژر به يې عملي کار پيل شي، خو متاسفانه تر اوسه يې کار نشته. تېره ورځ بالاحصار څخه ليدنه وکړه، بدبختانه بيخي په شړېدو دی. نور هېوادونه خپل تاريخي ځايونه ډېر ښه ترميموي او ساتي.»

چارواکو د دې تاریخي ودانۍ رغون ژمنې کړي، خو لا نه دي پلې شوي

علي ذهين هم پر اطلاعات و کلتور وزارت او عملياتي ادارې د تشو ژمنو له امله نيوکه کوي او وايي چې د لرغونو آثارو ساتونکی نړيوال سازمان يونسکو هم په دې برخه کې نه جبرانېدونکې ناغيړي کوي.

ذهين زياته کړه: «زموږ دا فرهنګي بډاينه او ميراث د له منځه تلو په حال کې دی. د دې بيارغولو په اړه د ټولو وعدې تر اوسه وعدې پاتې دي. له دولت څخه غواړو چې په دې برخه کې نوره ناغيړي ونکړي.»

ولايتي شورا هم د ګردېز بالاحصار اوسنی وضعيت د اندېښنې وړ بولي او وايي چې هر کال، په تېره د ژمي په موسم کې د بالاحصار ځينې ځايونه نړيږي، خو تر دمه يې د مخنيوي هېڅ چاره نه ده شوې.

د يادې شورا غړی محمدرحمن قادري وايي:

«متاسفانه په دولت کې دومره پڅ کارونه شروع دي چې تر اوسه د دې د سروې معلومات هم نشته. په دولت او خصوصا پر عملياتي اداره غږ کوو چې زموږ دا لرغونې شتمني له منځه لاړه نشي، ترميم شي او د داخلي او خارجي سيلانانو د سيل وړ وګرځي.»

د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور ريیس صلاح الدين سليس د ګردېز بالاحصار د جوړېدو تاريخ د کوشانیانو له دورې سره تړلی بولي او وايي د دې تاريخي کلا لوړه تپه د تاريخ د پاڼو په استناد کابو ۳۰۰۰ کاله او ترې چاپېر دېوال يا چارديوالي يې شاوخوا ۱۸۰۰ کاله لرغونتوب لري. 

سليس هم په تېر کې بالاحصار ته پر نه پاملرنه او اوسمهال يې د چارو ځنډ ته خواشينی دی او ټينګار کوي چې ياد بالاحصاد جدي ساتنې ته اړتيا لري.

نوموړي زياته کړه چې څه موده وړاندې د جمهوري رياست د عملياتي ادارې يو ټيم د دې بالاحصار سروې بشپړه کړې او اوسمهال يې د عملي چارو پيل ته په تمه دي.

نوموړي وويل: «د ګردېز لرغوني بالاحصار تدارکاتي او عملياتي مراحل به په رياست جمهوري کې پيل شي. دا چې د تاريخي ابدو يو ترميموونکی شرکت دی، نو ځکه يې کارونه ځنډيږي.»

پوره څلور مياشتې وړاندې د جمهوري رياست عملياتي ادارې له خوا د ګردېز بالاحصار د بيارغونې سروې پيل شوه او ژمنه يې کړې وه چې په دوه مياشتو کې به د سروې تر بشپړېدو وروسته د دې تاريخي ابدې په خپل سبک د جوړېدو کار پيل شي.

ولسمشر محمد اشرف غني په پنځه ميليونه ډالر د دې بالاحصار د رغولو ژمنه کړې ده. خو و به لیدل شي، چې دغه ژمنه د عمل جامه اغوندي که نه؟