کرونا افغانستان کې

افغانستان کې تېره یوه شپه او ورځ ۲۴۳ تنه په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته او اووه تنه مړه شوي

د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس یو زره او ۲۰۱ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۲۴۳ پایلې یې مثبتې وې.  

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، کندهار، بلخ، ننګرهار، بغلان، پروان، نیمروز، لوګر، هلمند و جوزجان ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۳ زره او ۹۲۴ تنو ته ورسېد.  

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۱۳۵ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۵ زره او ۲۹۵ تنو ته ورسېد.      

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته اووه ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۶۴۵ تنو ته ورسېد.