نورستان کې روغتون

دوه میاشتې پرلپسې کاري اعتصاب؛ لا هم د نورستان روغتیاپالانو ستونزې پر ځای دي

خبریال: جان اغا صالح

 له تېرو دوو میاشتو راهیسې نورستان کې روغتیاپالانو دوی ته د میاشتو معاش او امتیازاتو نه ورکولو له امله کاري اعتصاب کړی او دا اعتصاب لا هم ځکه دی، چې په وینا یې ولایتي او مرکزي چارواکو یې ستونزو ته نه دي رسېدلي.

نورستان د هیواد یو له هغو ولایتونو دی، چې اوسیدونکي یې د ژوند له نورو اسانتیاوو د نه شتون سربیره روغتیايي اسانتیاوو ته یې هم لاسرسی محدود دی.

په دې ولایت کې روغتیاپالان وایي، له شپږو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي، چې له امله یې د هټیوالو د پورونو د پرې کولو لپاره‌ خپل موبایلونه او د کور وسایل پلورلي دي.

د نورستان روغتون بسترونه، چې د روغتیاپالو کاري اعتصاب له امله تش پراته دي

سیف الرحمن چې له تیرو څو کلونو راهیسې د نورستان په یو روغتیایي مرکز کې ډاکټر دی، له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، له شپږو میاشتو را په دېخوا ورته نه یوازې معاشونه نه دي وکړل شوي، بلکې ځینې امتیازات ترې هم ګرځول شوي دي. هغه وویل: «پوره دوه میاشتې زمونږ د اعتصاب وشوې خو لا تراوسه مسوولو ادارو په دې برخه کې څه ونه کړل، شاوخوا د شپږو میاشتو معاشونه راته نه دي راکړل شوي د هر دکاندار قرضدار یو.»

بهرام زی یو بل روغتیاپال دی. هغه اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د کاري اعتصاب یې دوه میاشتې پوره شوې، خو ستونزو ته یې تراوسه چا رسیدنه نه ده کړې. ښاغلي بهرام زي زیاته کړه، چې د معاشونو د نه ورکړې له امله یې د کورنۍ اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو دي. د نوموړي په وینا، په ځلونو یې خپلې ستونزې له ولایت، وزارت او نورو اړونده ادارو سره شریکې کړي، خو چا یې پوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

هغه زیاته کړه: «زمونږ دوه میاشتې پوره شوې چې کاري اعتصاب مو کړی او د شپږو میاشتو تنخوا نه ده راکړل شوې له ډیرو زیاتو ستونزو سره مخ یو.»

ځینې نور ډاکتران بیا د نورستان په ولایتي او نورو اړونده ادارو هم نیوکي کوي او وایي، د دوی ستونزو ته یې په وخت رسیدنه نه ده کړې، چې له امله یې دوی له کړاو سره مخ دي.

روغتیاپالان وایي، د څو میاشتو معاش نه اخیستلو له امله ګڼو ستونزو مخ دي

د نورستان اوسېدونکي وايي، له تېرو نږدې دوه میاشتو يې په ولایت کې ډاکترانو د معاشونو او نورو امتیازاتو د نه ‌ورکړې له امله کاري اعتصاب کړی، چې ځایي خلک یې له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخ کړي دي.

محمد د «دواب» ولسوالۍ اوسیدنکی دی. هغه د نورستان مرکزي روغتون ته خپله ناروغه میرمن په سختو لارو رارسولې خو په روغتون کې یې ډاکترانو کاري اعتصاب کړی. محمد له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې اندیښنه وښوده، که اړونده ادارې په خپل وخت دې ولایت ته د روغتیایي ستونزو د حل په برخه کې پاملرنه و نه کړي، نو د نورستان اوسیدونکي به د راتلونکي ژمي پر مهال له سختو ستونزو سره مخ شي. محمد زیاته کړه: «کله چې روغتون ته لاړ شو، ډاکتران وایي، درمل نشته او ډاکترانو اعتصاب کړی. دوی هم ملامته نه دي مسافر دي او حکومت ورته معاش نه ورکوي. غوښتنه کوو چې زمونږ ستونزې حل کړي.»

د نورستان یو بل اوسیدونکي اجمل وایي، نه یوازې د مرکزي روغتون ډاکترانو کاري اعتصاب کړی، بلکې له تیرو دوو میاشتو راهیسې په ځینو ولسوالیو کې چې روغتیايي مرکزونه فعالیت کوي، هغوی هم خپل فعالیتونه د معاشونو د نه ورکړې له امله ټکني کړي دي، چې زور یې له ولسي خلکو وځي.

هغه زیاتوي. «هر کلینیک ته چې ځې ډاکتر خفه ناست وي او کار نه کوي، دوا نه وي او وایي، معاشونه مو چې نه وي راکړل شوي کلینیک ته مه راځئ، مونږ له حکومت غوښتنه کوو چې دغه ستونزه دې حل کړي او ولس ته دې د روغتیا په برخه کې سهولتونه رامنځته کړي.»

یو روغتیایي مرکز ته راغلي نورستانیان، چې د ډاکټرانو کاري اعتصاب له امله یې د ناروغانو درملنه نه کیږي

اخوا بیا ولایتي چارواکي په دې ولایت کې د روغتیاپالانو ستونزې مني او د حل ډاډ یې ورکوي. د نورستان والي عبدالغفور ملکزي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ډاکترانو ستونزې یې اوریدلي او پر خپل وخت به یې له مرکزي حکومت سره شریکې کړي.  ښاغلی ملکزی وایي، هیله مند دی، چې د نورستان د روغتیاپالانو د معاشونو ستونزې ته وزارت یو مناسبه حل لاره ولټوي.

ملکزي زیاته کړه: «زمونږ هڅه دا ده، چې د دوی ستونزې مرکزي ادارې سره شریکې کړو او د حل لاره ورته ولټوو. وزارت هم ډاډ راکړی، چې د ډاکترانو معاشونه به په خپل وخت ورکړي او شته ستونزې به یې حل شي. ولایتي ادارې د دوی دا غږ په خپل وخت له مسوولو ادارو سره شریک کړی دی او تمه شته چې یوه حل لاره به ورته پیدا شي.»

د نورستان والي عبدالغفور ملکزی
انځور: له ګوګله

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند نور الله ترکي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د ډاکترانو ستونزې مني، خو وایي، د نورستان د روغتیاپالانو معاشونه یې د «اهیډ» په نامه موسسې ته سپارلي او هیله مند دي، چې ستونزه به یې ژر حل شي.

ترکی زیاتوي: «نورستان کې چې ډاکترانو چا شپږ او چا درې او یا څو میاشتې کار کړی، د هغوی ټول معاشونه د اهیډ په نوم موسسې ته حواله شوي او په څو ورځو کې به دغه تنخواوې ورکړل شي او د معاشونو له ورکړې وروسته ورسره قرارداد فسخه کیږي. له دې وړاندې په تخار ولایت کې هم مونږ له داسې ستونزې سره مخ و، بیا مو هلته هم ډاکترانو ته پاتې معاشونه ورکړل او له اړونده موسسې سره مو قرارداد فسخه کړ. وزات همیش په دې هڅه کې دی چې څنګه وکولای شي خلکو ته سهولتونه رامنځته کړي، نه ستونزې.»

نورستان کې ټول ټال ۴۲ روغتیایي مرکزونه او یو ولایتي روغتون شتون لري، چې ډاکترانو یې له تیرو دوه میاشتو راهیسې د ناروغانو په مخ تړلي. لا څرګنده نه ده، چې مسوولې ادارې به د دغو روغتیاپالو ستونزو ته په عملي توګه کله ورسیږي او دغه اعتصاب به کله پای مومي.