کرونا افغانستان کې

افغانستان کې تېره یوه شپه او ورځ ۲۵۳ تنه په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته پېژندل شوي

د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس یو زره او ۳۳۴ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۲۵۳ پایلې یې مثبتې وې.  

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، کندوز، بادغیس، بدخشان، غزني، غور، فراه او زابل ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۴ زره او ۱۷۷ تنو ته ورسېد.  

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۴۴ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۵ زره او ۳۳۹ تنو ته ورسېد.      

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته پنځو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۶۵۰ تنو ته ورسېد.