عمران خان

کابل ته د عمران خان سفر؛ افغانستان کې د اوربند پر ټینګولو د ګاونډي د مرستې ډاډ

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان چې کابل ته په یو رسمي سفر راغلی، ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر اشرف غني سره په یو ګډ کنفرانس کې ښکاره شو.

ښاغلي خان په دې کنفرانس کې وویل، کابل ته د نوموړي سفر داسې مهال دی، چې د افغانستان وګړي سوله غواړي، خو دوحه کې د سولې خبرو سره، سره تاوتریخوالی د ډېرېدو حال کې دی.

هغه دغه راز وویل، کابل ته راغلی څو ډاډ ورکړي، چې د هغه دولت هغه څه چې توان کې یې دي، د افغانستان خلکو سره د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند ټینګېدو برخو کې به یې وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر په وینا، د افغانستان خلک له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې کړاو کې دي او د پاکستان خلک هم د تاوتریخوالي ډېرېدو په اړه د افغانانو اندېښنې درک کوي.

عمران خان زیاته کړه، چې له افغانستان وروسته، پاکستان افغانستان کې د سولې لومړنی غوښتونکی هېواد دی. د هغه په وینا، د پاکستان قبایل او د ډیورنډ فرضي کرښې د دواړه خواوو اوسېدونکو له ترهګرۍ زیان لیدلی دی.

په ورته مهال، ولسمشر اشرف غني هم په دې کنفرانس کې خپلو خبرو کې هېواد کې د تاوتریخوالي کمېدو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې تاوتریخوالی د هېواد اوسني وضعیت ځواب نه دی.

ښاغلي غني کابل ته د عمران خان دغه سفر تاریخي یاد کړ او زیاته یې کړه، چې د یو رغوونکي، تعاملي او پراخه سیاست منل، د غوره راتلونکي لار ده.

ښاغلي خان په دې سفر پاکستان ته له ولسمشر غني بلنه کړې. ښاغلي غني په خپلو خبرو کې د خان دغه بلنه ومنله او ویې ویل، چې نږدې راتونکي کې به دغه هېواد ته سفر وکړي.