عمران خان کابل کې

د پاکستان لومړی وزیر کابل ته راغی

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان نن (پنجشنبه، ۲۹ لړم) کابل ته راغی. دا افغانستان ته د پاکستان لومړي وزیر په توګه د عمران خان لومړی سفر دی.

کابل ته له رسېدو سره سم په ارګ کې له ځانګړو تشریفاتو وروسته ښاغلی عمران خان، نوموړي ته په ځانګړي شوي ځای ته، یوړل شو.

پام کې ده، چې عمران خان او ولسمشر اشرف غني په یو ګډ کنفرانس کې ښکاره او پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

تېره ورځ کابل کې د پاکستان سفیر ویلي و، پام کې ده چې په دې سفر کې عمران خان له ولسمشر اشرف غني سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر ځواکمنتیا خبرې اترې وکړي.

دوه ورځې وړاندې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم په یو کنفرانس کې ویلي و، چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به کابل ته په خپل سفر کې د افغانستان دولت له رهبرۍ سره وګوري.

ښاغلي صدیقي دغه راز ویلي و، چې عمران خان به له ولسمشر اشرف غني سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر موضوعاتو او مناسباتو بحث او خبرې وکړي.

خو د روانې اونۍ شنبې ورځ د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد ویلي و، چې د عمران دې سفر کې به د سولې خبرو د دواړو هېوادونو د سیاسي، امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا بحث او خبرې اترې وکړي.

له دې سره جوخت، د افغانستان دولت کابل ښار کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده. کابل کې پر ځینو واټونو د افغانستان او پاکستان بیرغونه ځړېدلي. او ارګ او هوایي ډګر ته ورتلونکې لارې د ټرافیکو پر مخ تړلې دي.

ولسمشر غني عمران خان سره د تلې په څلورمه په یوې ټیلیفوني اړیکه کې، له هغه د کابل لیدلو لپاره بلنه ورکړه. د غني دغه بلنه د عمران خان له لوري ومنل شوه.

کابل ته د پاکستان لومړي وزیر سفر داسې مهال دی، چې د قطر دوحه کې د افغان سولې خبرې له دوو ډېرو میاشتو په تېرېدو کوم پرمختګ نه دی کړی.