داعش امر

ننګرهار کې د داعش ډلې امر نیول شوی

د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، ملي امنیت ځواکونو په دې ولایت کې د داعش وسله والې ډلې امر نیولی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي نن (شنبه، ۱ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې تېره شپه یې د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ زوړ بازار سیمه کې عملیات ترسره کړي دي، چې د عملياتو پایله کې د خوګیاڼو ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې امر عبدالسلام حنفي مشهور په زبیح الله چې د وسلو او چاودېدونکو توکو د پېرلو مسوولیت یې هم پرغاړه وه، نیولی دی.

خوږیاڼي زیاته کړه: «تیره شپه ملي امنیت د عملیاتو بر مهال خوږیانو کې د داعش ډلې امر نیولی دی.» داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.