پر کابل ښار بریدونه

پر کابل ښار راکیټي بریدونو درې تنه ووژل او ۱۱ نور ټپیان شوي

د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار پر بېلابېلو سیمو راکیټي بریدونو درې تنه وژلي او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.

د دې وزارت ویاند طارق ارین وایي، دغه راکیټي بریدونه نن (شنبه، ۱ لیندۍ) سهار شاوخوا ۸:۵۰ دقیقو کې د کابل ښار لسمې حوزې اړوندو دغه راز د چهار قلعه برښنا برج، طاهري کوڅې، نعمت پلازا، سلام پوهنتون ته نږدې، د څلورمې حوزې ګل سرخ څلور لارې، صدارت څلور لارې، پل باغ عمومي، سپین زر، د دویمې حوزې اړوند ملي ارشیف او د یولسمې حوزې اړوند مریم لیسې او ۵۰۰ فامیلیو سیمو کې لګېدلي دي.

د ښاغلي ارین په وینا، ټول راکیټونه پر استوګنځيو لګېدلي دي.

طالبانو ډلې ویلي، پر کابل ښار راکیټي بریدونه د دوی کار نه دی.