کرونا پوهنتونونه

د کرونا دویمه څپه؛ پوهنتونونه د لیندۍ له اتمې رخصت اعلان شول

د هېواد لوړو زده کړو وزارت وایي، د کابینې په پرېکړې دولتي او خصوصي پوهنتونونه د روانې لیندۍ میاشتې له اتمې د کب تر ۱۵مې رخصتیږي.

د لوړو زده کړو وزارت مرستیال ویاند محمد حنیف فرزان نن (شنبه، ۱ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې کابینې دغه پرېکړه په ژمي کې د کرونا ویروس دویمې څپې د مخنیوي لپاره شوې ده.

ښاغلي فرزان دغه راز وویل، چې غونډې لوړو زده کړو وزارت اړ کړی څو د رخصتیو پر مهال د درسونو جبرانېدو لپاره پر یو ځانګړي میکانیزم کار وکړي.

هغه زیاته کړه، چې لوړو زده کړو وزارت به پر دې میکانیزم کار پیل او جزیات به یې وروسته شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې عامې روغتیا وزارت تېره چهارشنبه ویلي و، چې افغانستان کې د کرونا دویمه څپه پیل شوې ده.

له دې وړاندې پوهنې وزارت هم اعلان کړې وه، چې د سړو سیمو ښوونځي له ټاکل شوې مودې وړاندې په ژمنیو رخصتیو ځي.

د پوهنې وزارت ویاندې نجیبه ارین اطلاعات روز ته ویلي و، چې له لومړي تر شپږم ټولګي د لیندۍ په لومړۍ او له شپږم تر دولسم ټولګي د لیندۍ پر ۱۵مه رخصتیږي.