د ننګرهار خرما

ننګرهار کې د خرما لس زره بوټو کېنول؛ مسوولین یې په کور دننه اړتیا پوره کېدو هیله لري

ننګرهار ولایت کې د کانال ریاست مسوولین وایي، په دې ولایت کې پر لسګونه جریبه ځمکه د خرما لس زره نور بوټي کېنوي.

د کانال ریاست مطبوعاتي مسوول سید همایون غریبمل نن (یک شنبه،۲ لیندۍ) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، په نوي کال کې به د دې ولایت د کانال اړوند په۱۸۰ جریبه ځمکه کې لس زره د خرما بوټي په معیاري ډول کینوي.

ښاغلی غریبمل هیله من دی، چې دې سره به د خرما حاصلات زیات او ورسره به هیواد ته د خرما د وارداتو مخه هم ونیول شي. غریبمل زیاته کړه: «په نوي کال کې د کانال په ۱۸۰ جریبه ځمکه د خرما نوې باغونه جوړ کړو، چې دې سره به د خرما حاصلات هم زیات شي.»

د یاد ریاست دمالوماتو له مخې، دې سره به په ټولیز ډول ننګرهار کې ۲۲۰ جریبه ځمکه باندې د خرما باغونه جوړ شي. د افغانستان بازارونو ته د اټکل له مخې ۶۰ سلنه خرما له ایران او پاتې نوره یې له عربي هیوادونو راوړل کیږي.