تورخم

تورخم دروازه نن د مساپرو پر مخ پرانستل شوه

د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې د تورخم دروازه به نن (سه شنبه، ۴ لیندۍ) په عادي ډول د مخکینۍ کړنلارې مطابق د مساپرو د تګ راتګ پرمخ خلاصه وي.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاني اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د تورخم دروازه به د پخوا په شان (شنبه، سه شنبه، چهارشنبه، پنجشنبه) په عادي توګه تګ راتګ ته پرانيستې وي او مساپر کولای شي د تورخم ښارګوټي له لارې کوزې پښتونخوا او ننګرهار ته تګ راتګ وکړي.

خوږیاڼي زیاته کړه: «نن خلک کولای شي په عادي دول د پخوا په شان د تورخم له لارې کوزې پشتونخوا او پاکستان ته سفر وکړي.»

د تورخم دروازه د تیرې شنبې په ورځ د پاکساني او افغان پوله ساتو ځواکونو ترمنځ د شخړې له امله د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې وه.