موریا کمپ

افغان کډوال په «موریا» دوزخ کې

په يونان کې ۴۰ زره افغان پناه غوښتونکي څنګه ژوند کوي؟

خبریال: عبدالواحد حیدري

ژباړن: امید اشنا

د تېر کال د مني په ورځو کې، چې ايژه سمندر مست و، د سمندر په لوړو او سرکښو څپو کې روانه يوه کوچنۍ کښتۍ کې مرسل د يونان ساحل ته روانه وه. له ۲۰ تنو ډېر، چې ډېری يې د افغانستان و، د «مرګ او ژوند» په دې سفر کې د مرسل هملاري و. کله چې د لړم د ۱۴مې ورځې لمر څېره وهله، مرسل او هملاري يې د يونان ساحل ته رسېدلي و. په داسې حال کې چې د سمندر د څپو له امله يې جامې لمدې شوې وې، د يونان ساحلي سرتېرو پنځه ساعته ساحل ته د نږدې کېدو اجازه ورنکړه. ساحلي ځواکونه د نورو کښتيو په لټه کې د ايژه ساحلونه لټوي چې نور پناه غوښتونکي هم ونيسي او پوځي کمپ ته يې ولېږدوي: «د ۲۰۱۹ کال د نومبر په شلمه سهار ۴ بجې يونان ته داخل شو. پنځه ساعته په ساحل کې تر باران لاندې و، وروسته يې ساحل ته نږدې يوه پوځي کمپ ته ولېږدولو، دوه شپې ورځې يې هلته وساتلو او بيا يې د ځمکې د مخ دوزخ ته يوړو.»

موريا پوځي کمپ ته ولې دوزخ وايي؟

په ياد ساحلي پوځي کمپ کې له موقت ځنډ وروسته ساحلي ځواکونه هغوی اصلي پوځي کمپ ته لېږدوي. د ګندونو بوی لومړنی څه و، چې مرسل د پوځي کمپ په شل مترۍ کې حس کړ: «د موريا په ۲۰ متري کې مو بدبويي دماغونو ته راورسېده.»

له اور لګېدنې وروسته د موريا کمپ يوه برخه/ انځور: محمد نعیم محمدي

مرسل او هملارو ملګرو يې اوس د لارې ستړيا او د سمندر د غضبناکو څپو شور هېر کړی او د موريا پوځي کمپ د حالت په فکر کې دي. د پوځي کمپ د پناه غوښتونکيو ګډوډ وېښتان، نصحيت ډوله او اخطار رقمه غوږ وهنې او کثافات لومړني څيزونه دي، چې مرسل او ملګري يې حيران کړل.

د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنري د شمېرو او په يونان کې د افغانستان د سفير په خبره د هغو پناه غوښتونکيو رسمي شمېر چې له ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ وروسته يونان ته ورغلي ۳۲۱۵۷ تنو ته رسيږي. همدارنګه ځينې نور افغان پناه غوښتونکي هم شته چې ځانونه يې د يونان له حکومت يا بل کوم سازمان سره نه دي ثبت کړي او په غير قانوني ډول پټ د يونان په ښارونو کې اوسيږي.

 څه موده وړاندې د يونان د بهرنيو چارو وزارت لومړي معين میلتادیس واروتسیاتس زموږ د هېواد د بهرنيو چارو له سياسي معين، ميرويس ناب سره په ليدنه کې ويلي و، چې په يونان کې له ۴۰ زره ډېر افغانان اوسيږي چې «ډېری يې د رسمي کډوال په حالت کې دي او ځينې يې ياد حالت نلري او غير قانوني پناه غوښتونکي دي.»

د يونان ساحلي ځواکونه مرسل او نور پناه غوښتونکي د «قرنطينه» په نوم د موريا پوځي کمپ ځانګړې برخې ته لېږدوي، چې ځانګړنې يې د يونان له کډوالي ادارې سره ثبت شي او بیا پوځي کېمپ ته ولېږدول شي. په دې ځای کې دوه ورځې تېروي: «کله چې د قرنطين په نوم ځای ته داخل شو، زموږ شاوخوا ټولو غږونه کول چې دوزخ ته ښه راغلاست. حيران و، چې ولې دوزخ ورته وايي.»

د مرسل ذهن لا هم ګډوډ دی. ځينې وخت ستړې کيږي او ډېره اندېښمنه ده چې برخليک به يې څه وي؟ د هغې انتظار د پوځي کېمپ د مسولينو لخوا د يوې خېمې، يو پټو او د اوبو ضد يوه څادر يا ترپال له ورکولو وروسته ختميږي، خو نوې ستونزې پيليږي: «موږ ته يې يوه خېمه، کمپله او يو تر پال (د اوبو ضد څادر) راکړل، چې پر نمناکه ځمکه ويده شو.»

د قره تپه پوځي کمپ کې د افغان پناه غوښتونکيو د يوې خېمې منځ، چې څو تنه ژوند په کې کوي/ انځور: نوري هزارستاني

په لومړۍ شپه، د مرسل د اوبو ضد څادر غلا شو او سهار چې ويښيږي، ګوري چې شپه يې د چينجيو او حشرو په منځ کې تېره کړې ده: «کله چې له خوبه راويښه شوم، په ځای کې مې چينجي او حشرې آخوا، دېخوا تلې، راتلې.»

مرسل چې کله د لاس مينځلو، حمام، کلينيک او پر پوځي کېمپ له حاکم حالت سره مخ کيږي، د ايژه سمندر او د ترکيې د غرونو سختۍ هېروي: «کله به چې حمام ته ننوتو، په لغتو به يې دروازه سخته وهله. له دې وېرې چې بې عزته نشو، يوازې مو ځان ته لږ اوبه اچولې چې فکر وکړو حمام ته تللي يو… د سهار له اتو د مازديګر تر څلورو په ټولګي کې درېدو چې د ډاکټر نوبت رارسېده؛ البته که عاجل به وې.»

د لاس مينځلو او ډوډۍ په کتار کې هم دا حالت و: «د ډوډۍ په کتار کې هغو کسانو ته ډوډۍ رسېده چې زور او ډله به يې لرله، خو موږ ته به کله ډوډۍ رسېده، کله اوبه او کله هېڅ يو.»

يوازې اوږده کتارونه او د کثافاتو بد بوی د مرسل اندېښنه نده، بلکې له هغه زياد د وسايلو ورکېدل، بې بندوباري او د زورواکو بانډونو زورواکي د هغې اندېښنه څو برابره کړې ده: «د شپې به چې ويده شوې، سهار به دې ليدل چې څادر دې يې په چاقو څېرلی او تليفون يې درڅخه پټ کړی دی.» مرسل اوس پوه شوې چې ولې موريا ته دوزخ وايي.

د موريا له دوزخ څخه بدتر ځای

شاوخوا دوه نيم مياشتې مخکې د وږي په ۱۸مه موريا، چې په يونان کې د پناه غوښتونکو يو لوی کېمپ و، له څلور کلونو وروسته بعد له سوځېدو وتړل شو. د مرسل په شان، نوري هزارستاني هم د موريا کېمپ د ژوند تجربه لري او د موريا له سوځېدو وروسته يې هغوی «قره تپه/ نوې کاراتپه» ته لېږدولي دي. نوري وايي چې د قره تپه پوځي کمپ حالت د موريا له کمپ څخه ډېر بد دی: «کاراتپه پوځي کمپ له موريا ډېر بد دی. موريا ځنګل ته نږدې او ځای مو ازاد و، خو کاراتپه تړلی دی او يوازې يوه بيروني دروزاه لري، چې د مهال وېش له مخې له کمپ باندې وزو. د زندانيانو په شان يو.»

د يونان په موريا کمپ کې له خپل زوی سره له اور څخه د يوې مور تېښته/ انځور: Aznews TV

نوري وايي چې په نوي کمپ کې حمام نشته «مجرد هلکان پر سړک حمام کوي او ښځې هېڅ حمام نلري. دستشويي ګانې اوبه نلري او پناه غوښتونکي د مشروباتو په بوتلونو کې دستشويي ته اوبه وړي.»

نوري زياتوي چې ځينې وخت د کمپ ډوډۍ هېڅ نه خوري او نهار څملي: «ځکه چې سم يې نه پخوي او کله چې ورته ګورو حالت مو ګډوډيږي. خلک يوازې ځينې خواړه، لکه وريژې، مکروني او شنه مميز خوري. په خوړو کې کافور زيات اچوي، خو مرچک او مساله نلري. د اوبو په شان خوند کوي.»

نوري په نوي کمپ کې له ډله ييزو او قومي جنګ، جګړو په کرار دی، خو د وسايلو غلا لا هم شته. هغه د ۱۳۹۸ د زمري په ۱۸ يونان ته رسېدلی، خو د کډوالي غوښتنه يې تر اوسه په مبهم او نامعلوم حالت کې ده: «هېڅ هيله نلرم چې يونان دې زموږ د کډوالي غوښتنه تعقيب کړي. بې برخليکه پاتې يو، چې څه وکړو؟ آن ځينې وخت مو دا فکر ذهن ته راځي چې بېرته ځان ډيپورټ کړو. ډېر ستومانه شوي يو.»

د دې پناه غوښتونکو په خبره په يونان کې د افغانستان د سفارت هېڅ درک نشته. د يونان دولت پناه غوښتونکو ته په مياشتيني ډول يوازې د لرګين غولي لرونکي يوه خېمه او يو پټو له ۷۵ يورو خرڅ سره ورکوي: «د افغانستان سفارت او د سفارت کارکوونکي مو په سترګو هم ندي ليدلي چې په يونان کې شته، که نه؟ د موريا کمپ په اور لګېدنه کې هم، چې ډېری اوسېدونکي يې افغانان و، آن يو ځل رانغلل.»

په همدې حال کې په يونان کې د پناه غوښتونکو د حقونو فعالان د يونان د کډوالو د کمپونو د ناوړه حالت لامل د اروپايي ټولنې «غير انساني او د شرم وړ» سياستونه بولي. په يونان کې د پناه غوښتونکو د حقونو فعال محمدنعيم محمدي له اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل: «له پناه غوښتونکي نيولې تر خبريال، ټول د پناه غوښتونکو د غير انساني شرايطو او د هغوی د حقونو د تر پښو لاندې کولو له امله يونان تورنوي؛ خو په دې اړه تصميم نيوونکی يوازې يونان نه، بلکې د اروپايي ټولنې کميسيون دی. دا ټول د اروپايي ټولنې د شرم وړ سياستونه دي، چې پناه غوښتونکو ته په امن د تېرېدو د اسانتياوو برابرولو پر ځای شرایط سختوي.

د کډوالو د حقونو دا فعال وايي چې په ۲۰۱۶ کال کې اروپايي ټولنې له ترکيې سره هوکړه وکړه چې اروپا ته د پناه غوښتونکو له ورتګ د مخنيوي لپاره، سرپټي کمپونه جوړ کړي، چې ځينې دا کمپونه د يونان په جزيرو کې دي.

ښاغلی محمدي وايي څو کاله کيږي چې په يونان کې د افغان پناه غوښتونکيو د خښولو شاهد دی/ انځور: اطلاعات روز ته را لېږل شوی

ښاغلی محمدي وايي چې موريا کمپ حداکثر د ۲ زره او ۷۰۰ کډوالو د اوسېدو ظرفيت لري، خو ځينې وخت پکې شاوخوا ۲۱ زره پناه غوښتونکي هم اوسيږي. د دولت لخوا يوازې د دوه نيم زره پناه غوښتونکو اسانتياوې برابرې شوې او پاتې هغه خپله ځان ته خېمه پيدا کوي: «يوازې رسيمي جوړ شوي ځايونه کنټرولېدل؛ زرګونه نورې خېمې، چې د خلکو لخوا جوړې شوې وې، پوليسو نه کنټرولولې او له دې امله پکې قومي او مليتي جنګونه کېدل.»

موريا ته له بېرته تګ څخه وېره

ډېری پناه غوښتونکي د کمپونو د ناوړه وضعيت له امله کمپونو ته هېڅ نه ځي او يا له لږ وخت تېرولو وروسته تښتي. مرسل د دې کډوالو له ډلې يوه ده. هغه «په موريا دوزخ کې» له څو مياشتو تېرولو وروسته تصميم نيسي چې وتښتي، خو ستونزه دا ده چې کارت يې تر اوسه سور دی او د باندې تګ اجازه نلري. يوه کورنۍ مومي چې د باندې تګ اجازه لري او مرسل د هغې کورنۍ له يوې ښځې سره همشکله ده.

مرسل هغې کورنۍ ته ۵۰۰ يورو ورکوي او د هغوی له سور کارت څخه په استفادې د هغې کورنۍ له يوه سړي سره له کمپ څخه وزي او آتن ښار ته ځي: «کله چې آتن ته ورسېدو يا مو بايد يوه خونه په کرايه نيولې وای او يا د شپې په ۵ يورو خوبتون ته تللي وای. د خوبتونونو حالت د مجردو انجونو لپاره مناسب نه و، په تېره د هغو انجونو لپاره چې له افغانستان څخه راځي.»

مرسل له څو نورو ښځو سره د آتن له يوه افغان اوسېدونکي څخه، چې هلته په قانوني ډول ژوند کوي، يوه خونه په کرايه نیسي. هلته هم د وطنداري د محبت درک نشته: «دوی زموږ له دې غير قانوني توب څخه ناوړه استفاده هم کوي. کله چې ويني کارت دې سور دی او په آتن کې د ګرځېدو اجازه نلرې، د اطاق کرايه لوړوي  او هېڅ ډول اسانتياوو ته لاسرسی نلرې. په اوړي کې کولر نشته او په ژمي کې بخارۍ؛ د زندان په شان دی. د کور څښتان قانون راته جوړوي چې په اونۍ کې يوازې يو ځل د کاليو مينځلو او حمام اجازه لرو. د باندې ګرځېدو حق نلرې. څو ساعته بايد ويښه يې او څو ساعته ويده. فکر وکړه په زندان کې يې. بيا هم له نويو ستونزو سره مخ شو.»

شبنم د مرسل سره په يوه خونه کې ده، د نوموړې په شان حالت يې تېر کړی او بلاخره په آتن کې له څو مياشتې يو ځای اوسېدو وروسته اوس ملګرې دي. شبنم وروسته له هغه، چې د ۱۳۹۶ کال د زمري په دويمه د کابل په دهبوري کې د زاول پوهنتون مخې ته يوې درندې چاودنې يې د ټولګي ټولې ښيښې ماتې کړې، تصميم ونيو چې له افغانستان څخه ووزي: «هغه ورځ مو د اناتومي مضمون ازموينه وه.»

په دې چاودنه کې د معادن او پټروليم وزارت ۱۵ تنه کارکوونکي، چې ډېرو يې لوړې زده کړې لرلې، ژوند وبايله.

د نوري د پناه غوښتنه په مبهم حالت کې ده/ انځور: اطلاعات روز ته را لېږل شوی

مرسل، شبنم او ډېر نور هغه پناه غوښتونکي چې له کمپونو تښتي، يوازې دوه لارې لري: بېرته کمپ ته ستنېدل او يا د اروپايي ټولنې نورو هېوادونو ته قاچاقي تګ. دا دوه افغان پناه غوښتونکي وايي: «زموږ ټوله وېره او اندېښنه له موريا کمپ څخه ده او بيا په هېڅ صورت نه غواړو چې موريا ته ستانه شو.»

که موريا ته ستانه نشي، د پناه غوښتنه يې هم نورو ځايونو کې مخ ته نه وړل کيږي. ډېری نورو هېوادونو ته قاچاقي لارې غورې کوي. انساني قاچاق وړونکي د شاوخوا اته زره يورو په بدل کې پناه غوښتونکو ته داسې پاسپورټونه پيدا کوي چې انځور يې پناه غوښتونکي ته ورته وي. پناه غوښتونکي په دې جعلي پاسپورټونو د اروپايي ټولنې نورو هېوادونو ته د تګ چانس ازمايي او دا چاره د دوی تر منځ په «ګېم کولو» مشهوره ده. مرسل شپږ واره چانس ازمايلی او شبنم لس واره، خو نيول شوې او ځينې وخت زنداني شوې هم دي: «کله چې له ترکيې يونان ته راځې يا له يونان نورو هېوادونو ته ځې، لوبه ده نو: له ځان سره، له ژوند سره، د ګټې او بايلې لوبه.»

د افغانستان سفارت څه وايي؟

په يونان کې د افغانستان سفارت د پناه غوښتونکو او د پناه غوښتونکو د حقونو د فعالانو د نيوکو په ځواب کې وايي چې د کډوالو د کمپونو حالت له مخکې ښه شوی دی. په يونان کې د افغانستان سفير ميرويس صمدي وايي د افغانستان د سفارت او د کډوالو د حقونو د نورو ملاتړو سازمانونو په تعقيب اوس د پناه غوښتونکو د کمپونو او د «نوې قره تپه» کمپ حالت د تېرو کلونو په پرتله په جزيرو کې د پناه غوښتونکو د پام وړ تراکم او کمېدو له امله ډاکټرانو، تشنابونو، حمامونو او نورو لومړنيو اړتياوو ته په پام ښه شوی دی.

ميرويس صمدي، په يونان کې د افغانستان سفير/ انځور: اطلاعات روز ته را لېږل شوی

ښاغلی صمدي وايي: «د يونان د کډوالي وزير د معلوماتو له مخې په موقت جوړ شوي کمپ کې کافي تشنابونه او حمامونه هم شته. ټاکل شوې چې له اروپايي ټولنې سره په همکاري د دې کمپ د لا ښه والي لپاره ځينې نور ګامونه هم واخیستل شي… د یونان حکومت له اړوندو چارواکو، نړيوالو بنسټونو او په يونان کې د افغان پناه غوښتونکو له استازو سره په عالي کچه منظم بحثونه او مذاکرات روان دي.»

په يونان کې د افغانستان د سفير په خبره د يونان د پناه غوښتنې د نوي قانون له مخې، چې د تېر کال په لړم مياشت کې تصويب شوی، د کډوالو د پناه غوښتنې پروسه چټکه شوې او اوس د هر کډوال غوښتنې ته له ۶ مياشتو تر يوه کال پورې رسيدګي کيږي او د هو يا نه ځواب ورکوي.

د ښاغلي صمدي په خبره اوسمهال د لیسبوس، ساموس، خیوس، کاس و لیروس په جزيرو کې له ۹ زره ډېر افغان پناه غوښتونکي ژوند کوي او له ۲۳ زره زيات نور په آتن، تسالونیکي، سالونیکي، لامیه و ایوراس او نورو ښارونو کې اوسيږي. ځينې نور په غير قانوني ډول پټ په يونان کې دي.