کرونا افغانستان کې

افغانستان کې تېره یوه شپه او ورځ ۲۱۲ تنه په «کووېډ۱۹» ناروغۍ اخته او ۱۶ تنه مړه شوي

د هېواد عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۱۴۷۶ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې تر معاینې لاندې نیولې وې، چې د ۲۱۲ پایلې یې مثبتې وې.  

د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، کندوز، بغلان، پروان، نیمروز، بادغیس، لوګر، میدان‌وردګ، غور، کاپیسا، فراه او زابل ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۵ زره او ۴۹۰ تنو ته ورسېد.   

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۲۳ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۶ زره او ۱۴۵ تنو ته ورسېد.       

دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته ۱۶ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۷۲۸ تنو ته ورسېد.